۵۷۴ سېټه مبایلونه د اختصاصي څارنوالۍ د نشه یي توکو او مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې ریاست له لوري د مالیې وزارت ته تسلیم شول
په همدې موخه د روان لمریز کال د تلې په یوولسمه نېټه د سه شنبې په ورځ د یاد شوي ریاست د ريیس څارنمل محمد نوري، د همدې څارنوالۍ د یوشمیر کارکونکو او د مالیې وزارت دنماینده ګانو له لوري په نوموړي ریاست کې غونډه جوړه شوې وه.
د یادو جنسونو له جملې ۲۷سېټه مبایلونه او ۷ سېټه د سټلایټ په ۱۳۹۳ کال، ۱۳۴ سېټه په ۱۳۹۴ او ۴۰۶ سېټه مبایلونه په ۱۳۹۵ کال د بدني تالاشۍ په مهال له قاچاق وړونکو څخه نیول شوي دي.
دغه مبایلونه د قانوني مراحلو له تېرولو وروسته د قانون د ۱۹ مادې په اساس د دریمې محکمې لخوا د جرایمو، نشه یې توکو او مخدره موادو په ضد د مبارزې ریاست د حکم په اساس صادر او هغه غونډه چې د همدې مبایلونو لپاره جوړه شوې وه د مالیې وزارت نماینده ګانو ته تسلیم شول.
