د څارنوال مجلې او جریدې د کتنپلاوي غونډه ترسره شوه

hdsadmin
پنجشنبه ۱۳۹۶/۷/۶ - ۱۴:۵۱
logo

د څارنوال د مجلې او جریدې د کتنپلاوي غونډه د روان کال د تلې پر پنځمه د قضایي تعقیب په چارو کې د لوی څارنوال مرستیال ډاکټر غلام حیدر علامه او د دغه کتنپلاوي په ګډون ترسره شوه.

نوموړې غونډه د څارنوال مجلې او جریدې د معیاري کولو په موخه په هرو دوه اوونیو کې یو ځل ترسره کېږي او د دغو خپرونو پر مطالبو بحث کوي.

ښاغلي علامه د لوی څارنوال د مجلې او جريدې خپراوی ګټور ګام ګڼي او زیاتوي، چې دا چاره کولای شي، خلک د لویې څارنوالۍ له فعالیتونو خبر کړي.

نوموړی وايي: «د دغو خپرونو لپاره د بازارموندنې په برخه کې کار ته اړتیا ده او د دې لپاره چې دا خپرونې ولس ته ورسېږي، د پلازمېنې او ولایتونو لویو کتابتونونو او کتابپلورنځیو ته دې څو څو ګڼې ووېشل شي».

د خپرونو لپاره بازارموندنه د مجلې او جریدې د خپرولو مالي برخه پياوړې کوي او د نورو له احتیاجه یې باسي.

کتنپلاوی ټینګار کوي، چې څارنوال مجله باید په ځانګړیو ستاینغونډو کې څارنوالانو ته د نشراتو د ریاست له لوري د نوموړیو د ستاينې پر مهال ورکړل شي، چې دا چاره به لا هم د مجلې د تبلیغ او اعتبار برخه کې مرستندویه ثابته شي.

هېره دې نه وي، چې د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست په زیار اوونۍ مخکې د څارنوال مجلې ۴۷مه ګڼه چاپ شوه. په دغه مجله کې د بېلابېلو لیکوالو ګټورې حقوقي، ژورنالېستي او ادبي مقالې چاپ شوې دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۱:۴۷
Background image

د معاملاتو د یوې برخې او د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه واخیستل شوه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د معاملاتو له نهمې او لسمې برخې او همداراز د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی لوی رئیس د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی ګومارل شوی لوی رئیس د افغانستان اسلامي امارت د مسوولانو له خوا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو. دا پروګرام د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

BACK TO NEWS