په لویه څارنوالی کې د دغې څارونوالی د شهیدانو یادغونډه جوړه شوه

hdsadmin
شنبه ۱۳۹۶/۷/۲۲ - ۱۵:۵۱
11

په دغه غونډه کې د افغانستان لوی څارنوال څارنپوه محمد فرید حميدي، مرستیالانو، رییسانو او د دغې ادارې د شهیدانو د کورنیو غړو ګډون کړی و.

نوموړې غونډه د روان کال د تلې پر ۲۲ د لوېې څارنوالۍ د مسلکي زده کړو د انستیتیوت په تالار کې جوړه شوه.

لوی څارنوال څارنپوه محمد فرید حمیدي وویل، چې د شهیدانو د یادغونډې نمانځنه یوازې د دوی یادونه نه ده، بلکې زمونږ د احساساتو ښودنه هم کوي او همداراز موږ به د امنیت په راوستلو کې د دوی لاره غوره کړو.

نوموړي زیاته کړه، چې زه د داسې ټولنې غوښتونکی یم، چې هیڅوک پکې له قانون نه لوړ ونه اوسي.

د هېواد لوی څارنوال یادونه وکړه، چې په عدلي او قضايي کارکوونکو حمله ستر جنایت دی.

بل پلو د افغانستان لوی څارنوال د لوېې څارنوالۍ کارکونکي بې پرې وبلل زیاته يې کړه، چې د دې ادارې هدف د افغانستان خلکو ته خدمت دی.

په همدې حال کې محمد نقي تقي د شهیدانو د کورنۍ یو غړي په غونډه کې وویل، د افغانستان د خلکو دښمنان پوهېږي چې څارنوالان د افغانستان د خلکو دفاع کوونکي او ساتونکي دي نو دوښمنان هڅه کوي دوی ووژني.

په ورته مهال کې د لويې څارنوالۍ لخوا د شهیدو څارنوالانو معاشونه او امتیازات د هغوی کورنیو ته ورکړل شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۰:۳۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د ۱۴۰ مسلکي او اداري بستونو د ګمارنې ازموینه واخیسته

د افغانستان اسلامي امارت د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د ۱۴۰ اداري او مسلکي بستونو د استخدام په موخه چې له دې ډلې ۴۰ بستونه د تېر کال پاتې وو او پاتې نور یې د دغې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۴:۳۹
Background image

له ۸۱ ګډونوالو د نظارتي ستاژ درېیم پړاو ازموینه واخیستل شوه

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د مسلکي زده‌کړو ریاست د دغې ادارې له ۸۱ داوطلبو کارکوونکو څخه د نظارتي ستاژ درېیم پړاو ازموینه واخیسته...

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۲:۲۱
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو «د دعوت او ارشاد نصاب د معاملاتو» د تدریس شوې برخې ازموینه واخیسته

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت د لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست نن شنبه د رمضان المبارک میاشتې پر ۱۸ (د کب ۱۶) د دغې ادارې له کارکوونکو څخه «د دعوت او ارشاد نصاب د. . .

BACK TO NEWS