د کابل څرخي پله زندان څخه دېرش ښځینه زندانیانې ازادې شوې

hdsadmin
پنجشنبه ۱۳۹۶/۱۲/۱۷ - ۱۴:۳۵
228

د کابل څرخي پله له زندانه د درېیو ماشومانو په ګډون دېرش ښځينه زندانیانې ازادې او د ۳۵ نورو د بند موده کمه شوه. نوموړې زندانیانې د ۱۳۹۶ کال د کب پر ۱۷ د جمهور رئيس د ۲۵۳ ګڼې فرمان پر اساس چې د مارچ اتمې (د ښځو نړيوالې ورځې) په مناسبت صادر شوی، ازادې شوې.

د نوموړو د ازادېدو پر مهال د لویې څارنوالۍ د احکامو تنفیذ څارنوالۍ او د جمهور رئیس د فرمانونو د تطبیق د کمېسیون رئیس محمد اسعد ساپي او د دغه کمېسیون نورو غړو، د محکمو د اړیکو رئیس پاسوال شاه میر امیرپور او د څرخي پله زندان ځینو مسؤولانو ګډون کړی و.

د لویې څارنوالۍ د احکامو د تنفیذ څارنوالۍ رئیس څارنیال محمد اسعد ساپي د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت د زندانیانو د ازادېدو پر مهال د افغانستان د اسلامي جمهوریت د لوی څارنوال د پیغام پر اورولو سربېره هغوی ته وویل: «د لویې څارنوالۍ رهبري ښځو او د ښځو نړیوالې ورځې ته د احترام په موخه دا فرمان تر منظورۍ وروسته د ۲۴ ساعتو څخه په کمه موده کې تطبیق کړ او دا ښځو ته د احترام ښکارندويي کوي.»

د ښاغلې ساپي په باور، هېڅوک په ژوند کې له تېروتنې خالي نه دي او زندان ته تګ انسان بیداروي چې له تېرو تېروتنو پند واخلي او له تکرار څخه یې ډډه وکړي.

د لویې څارنوالۍ د احکامو تنفیذ څارنوالۍ رئیس له زندان څخه ازادو شویو ښځو ته په خطاب کې وویل: «زندان د پند ځای دی او له تاسو مې هيله دا ده، چې یو ځل بیا داسې تېروتنه ونه کړئ، تر څو زندان ته مو د بیا راتګ لامل وګرځي.»

نوموړي همدارنګه ټینګار وکړ، چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت لویه څارنوالي شپه او ورځ کوښښ کوي تر څو قانون پر وخت پلی او عدالت تأمین کړي.

په ورته مهال کې د محکمو د اړیکو رئیس پاسوال شاه میر امیرپور د هیواد د لویې څارنوالۍ په ځانګړې توګه د لویې څارنوالۍ د احکامو تنفیذ څارنوالۍ رئیس ستاینه وکړه او په ۲۴ ساعتونو کې دننه يې د یاد فرمان پلي کېدل یوه بې سارې چاره وبلله.

نوموړي زیاته کړه، په لنډه موده کې د فرمان پلي کول د قانون د واکمنۍ په برخه کې د لويې څارنوالۍ د پرېکنده هڅو پایله ده.

نوموړې له زندان څخه ازادو شویو ښځو ته په اشارې سره وویل: «هیله مند یم چې بل ځل زندان ته د مجرم په توګه دننه نه شئ.»

له بلې خوا د لويې څارنوالۍ د احکامو تنفیذ څارنوالۍ رئيس د کابل د څرخي پله د ښځینه زندان له خوړنځای څخه هم لیدنه وکړه. ښاغلي ساپي او ورسره پلاوي د ډودۍ کیفیت او نوعیت وارزاوه او په پایله کې نوموړي پلاوي دغه ټول مسایل قناعت بخښوونکي وبلل او تر څنګ يې زندانیانو هم خپل رضایت څرګند کړ.

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۱:۴۷
Background image

د معاملاتو د یوې برخې او د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه واخیستل شوه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د معاملاتو له نهمې او لسمې برخې او همداراز د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی لوی رئیس د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی ګومارل شوی لوی رئیس د افغانستان اسلامي امارت د مسوولانو له خوا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو. دا پروګرام د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

BACK TO NEWS