د ماشومانو سرغړونو ته د رسېدنې ځانګړې څارنوالۍ او محکمو د همغږۍ لومړنۍ ناسته

hdsadmin
چهارشنبه ۱۳۹۶/۱۲/۲۳ - ۱۵:۱
230

په دغه ناسته کې د ماشومانو سرغړونو ته د رسېدنې څارنوالۍ عمومي رئیس محمد داوود افضلي، د استیناف څارنوالۍ رئیس فریده هاشمي، د ماشومانو سرغړونو ته د رسېدنې ابتدایي محکمې رئیس هما علیزوی، د کابل ولایت د روزنې او اصلاح مرکز رئیس میر فیاض الدین امیني او ځینو نور مسؤولانو ګډون کړی و.

یاده ناسته د ۱۳۹۶ کال د حوت پر ۲۳، د ماشومانو سرغړونو ته د رسېدنې په عمومي ریاست کې وشوه.  

په دغه ناسته کې د څېړنو پر نواقصو، محاکماتي دوسیو د مراحلو پر ننګونو او نیمګړتیاو، د حکم د صدور او د حجز دعوا په بدیلونو، خبرې وشوې.

یاده ناسته کې، سرغړونکو ته د کمې جزا ورکول، په ضمانت سره د ماشومانو آزادول او شخصیتي دوسیو کې د فورم په شتون هم خبرې وشوې.

د دغې ناستې ګډونوالو همداراز د سرغړونکو پتې چې د محکمو تر پرېکړې مخکې باید ازاد شي؛ خو د بیا احضار لپاره هېڅ ضمانت نه لري، خبرې اترې وشوې. نوموړو پرېکړه وکړه، چې په دې برخه کې د اسانتیا د رامنځته کولو لپاره باید د سرغړونکو د ازادېدو د مکتوب ګڼه محکمې ته واستول شي.

په دغه ناسته کې د ماشومانو سرغړونو ته د رسېدنې او ماشومانو د روزنې او اصلاح مرکز مسؤولینو د ماشومانو تابعیت سند په نه لرلو یا هم هغه سند چې له څېرې سره یې ورته والي نه لري، همدارنګه یاد مرکز ته د زیات عمر لرونکو وګړو لېږل چې په یاد مرکز کې د بې نظمۍ سبب کیږي، بحث وکړ. هغو ټینګار وکړ چې دا ډول کسان باید یاد مرکز ته وانه‌ستول شي.

دوی پرېکړه وکړه، چې د نیمګړتیاوو د له منځه وړلو لپاره د محکمې قرار باید څارنوالۍ ته واستوي او د غلا او چور په قضیو کې د غلا شویو مالونو بیې هم ذکر کړي.

د ناستې ګډونوالو د محجوزانو د نیولو او بندي کولو په وخت کې له هغوي سره د پولیسو پر ښه چلند او همدارنګه د دوی د غذا په کیفیت او صحي او تفریحي مسایلو هم خبرې وکړې او زیاته يې کړه چې په دې برخه کې باید ډېره پاملرنه وشي.

همدارنګه په دغه ناسته کې پرېکړه وشوه، چې څارنوالان باید د تورنو قضیې په پوره غور سره وڅېړي او د هغوی جرم په کره شواهدو سره ثبوت کړي. د یادې شوې ناستې د ګډونوالو د پرېکړې پر اساس څارنوالان باید د قتل په قضیه کې د پېښې له ځایه هم لیدنه وکړي.

په ناسته کې ټینګار وشو چې، د ماشومانو د روزنې او اصلاح مرکز کې د محجوزانو د تحقیق لپاره د مناسب ځای برابرول هم یو اړینه اړتیا ده.

 

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۱:۴۷
Background image

د معاملاتو د یوې برخې او د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه واخیستل شوه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د معاملاتو له نهمې او لسمې برخې او همداراز د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی لوی رئیس د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی ګومارل شوی لوی رئیس د افغانستان اسلامي امارت د مسوولانو له خوا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو. دا پروګرام د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

BACK TO NEWS