د لویې څارنوالۍ د بېلابېلو برخو ۲۰ کارکوونکو ترفيع وکړه
د دغو شلو کارکوونکو د ترفیع په موخه په جوړه شوې غونډه کې د لویې څارنوالۍ د مالي او اداري چارو مرستیال وحیدالدین ارغون، د بشري سرچینو د پراختیا عمومي رئیس محمد ناصر همت او د دې ادارې ځینو نورو کارکوونکو ګډون کړی و. دغو کسانو د ۱۳۹۷ کال د غويي پر ۱۱ ترفیع وکړه.
په یاده شوې ناسته کې د لويې څارنوالۍ د مالي او اداري چارو مرستیال وحیدالدین ارغون وویل، چې د هرې ادارې کارکوونکی د ترفیع د امتیاز حق لري. نوموړي زیاته کړه: «لویه څارنوالي د دې ادارې کارکوونکو ته د اسانتیاوو او مناسبې فضا رامنځته کولو ته ژمنه ده.»
ښاغلي ارغون له ترفیع کوونکو وغوښتل، چې خپلې دندې په ډېر صداقت او رښتینولۍ سره ترسره کړي.
په ورته مهال کې محمد ناصر همت کارمندانو ته ترفیع یو ښه امتیاز وباله او په دغه اداره کې يې د اصلاحاتو پر دوام د ټینګار تر څنګ وویل: « لویه څارنوالي به سږ کال د دې ادارې د بېلابېلو برخو نژدې ۶۰۰ کارکوونکو ته ترفیع ورکړي.»
د ناستې په پای کې د لوی څارنوالۍ د مالي او اداري چارو مرستیال وحیدالدین ارغون او د بشري سرچینو پراختیا عمومي رئیس محمد ناصر همت ترفيع کوونکو ته د ترفیع سندونه ورکړل.
