له اداري فساد سره د مبارزې مرستیال او د اداري فساد لویو جرمونو ته د رسیده‌ګۍ څارنوال رئیس په رسمي توګه معرفي شول

hdsadmin
دوشنبه ۱۳۹۷/۳/۱۴ - ۱۲:۵۱
37

دغه دوه تنه د لویې څارنوالۍ د وړاندیز او د افغانستان د جمهوري ریاست له منظورۍ وروسته د هېواد د لوی څارنوال څارنپوه محمد فرید حمیدي، مرستیالانو او د یادې شوې ادارې د ځینو رئیسانو په حضور کې د ۱۳۹۷ کال د غبرګولي پر څوارلسمه خپلې دندې په رسمي ډول پیل کړې.

د لویې څارنوالۍ د وړاندیز او د افغانستان د اسلامي جمهور رئیس د منظورۍ له مخې محمد الف عرفاني له اداري فساد سره د مبارزې په چارو کې د لويې څارنوالۍ د مرستیال او فضل سلطان ساپی د په عدلي او قضايي مرکز کې اداري فساد لویو جرمونو ته د رسیده‌ګۍ څارنوال رئیس په توګه وګومارل شول.

د هېواد لوی څارنوال څارنپوه محمد فرید حمیدي، محمد الف عرفاني ته د اداري فساد سره د مبارزې چارو په کې د لویې څارنولۍ د مرستیال په توګه مبارکې ورکړه او په دې برخه کې یې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د باور ستاینه هم وکړه. د هېواد د لوی څارنوال په خبره، د اداري فساد پر ضد مبارزه د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د پرېکنده ژمنو څخه ده. ښاغلي حمیدي نننۍ ګومارنې له واسطې، وسيلې، سیاسي، قومي، مذهبي او ژبنیو ملاحظاتو پرته وګڼلې. نوموړي وویل: «په دغه ګومارنه کې وړتیا، ژمنه، تقوا او کاري تجربه په نظر کې نیول شوي دي.»

په ورته مهال کې د قضایي تعقیب په چارو کې د لوی څارنوال مرستیال غلام حیدر علامه، له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې پر لاسته راوړنو خبرې وکړې. نوموړي وویل: «اداري فساد یوه ناوړه پدېده ده، چې د یو هېواد دین، ایمان، اقتصاد او امنیت ته زیان اړوي.»

ښاغلي علامه له اداري فساد سره د مبارزې د مرستیال د اداري فساد لویو جرمونو ته د رسیده‌ګۍ څارنوال د رئیس ګومارنه له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې یو ښه ګام وباله.

له بلې خوا له اداري فساد سره د مبارزې نوي مرستیال، له ملي یووالي حکومت څخه مننه وکړه، چې پر ده یې باور کړی او ویې ویل: «په ډېره امانت دارۍ او رښتینولۍ سره به خپله دنده سرته رسوم.»

ښاغلي عرفاني زیاته کړه، چې د اداري فساد پر وړاندې عدلي او قضایي مرکز د ملي یووالي حکومت د رهبرانو په پرېکنده ملاتړ، ګډې هڅې او همغږۍ له اداري فساد سره مبارزه کوي او دا مبارزه په ملي او نړیواله کچه له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د ژمنو ښکارندویي کوي.

 په ورته مهال کې د اداري فساد لویو جرمونو ته د رسیده‌ګۍ څارنوال نوي رئیس فضل سلطان ساپي هم د ملي یووالي حکومت څخه مننه وکړه چې پر ده یې باور کړی او ويې ویل: «دغه وظیفه کوم امتیاز نه دی؛ خو یو لوی مسؤولیت ضرور دی.» د ښاغلي ساپي په خبره، د عدلي او قضایي مرکز په جوړښت سره د ښو اصلاحاتو شاهدان یو او موږ هم کوښښ کوو، له محکمو، د لویو جرمونو له پولیسو او د اداري فساد پر ضد د مبارزې له اړوندو ادارو سره ښې اړیکې جوړې کړو. نوموړي د خپلو خبرو په دوام سره زیاته کړه، چې د پخوا په شان به خپل کارونه چټک او په دغه برخه کې به پرېکنده دریځ خپلوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۱:۴۷
Background image

د معاملاتو د یوې برخې او د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه واخیستل شوه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د معاملاتو له نهمې او لسمې برخې او همداراز د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی لوی رئیس د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی ګومارل شوی لوی رئیس د افغانستان اسلامي امارت د مسوولانو له خوا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو. دا پروګرام د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

BACK TO NEWS