د تزویري پېژندپاڼو ارزونې پلاوي له اړوندو مراجعو څخه د تزویري پېژندپاڼو په اړه اسناد وغوښتل

hdsadmin
شنبه ۱۳۹۷/۶/۱۷ - ۱۵:۵۱
4

د جمهور رئيس د ۱۱۰۰ ګڼې حکم پر اساس د تزویري پېژندپاڼو د اروزنې په موخه د جوړ شوي پلاوي غړو له اړوندو مراجعو څخه د تزویري پېژندپاڼو د وېش ادعا د اثبات لپاره اسناد وغوښتل. د لویې څارنوالۍ د اداري فساد د جرمونو د ارزونې او څارنې او د دغه پلاوي رئیس نور هادي هادي دا غوښتنه د یوه خبري کنفرانس په ترڅ کې د ۱۳۹۷ کال د وږي پر ۱۷ وکړه.

ښاغلي هادي وویل، چې د عدليې وزارت له لارې يې له هغو احزابو څخه چې د پېژندپاڼو د تزویر ادعا يې کړې، غوښتي چې د خپلې ادعا د اثبات لپاره دې دغې کمېټې ته ژر تر ژره اسناد واستوي.

نوموړي همداراز وویل، چې ولسي جرګې ته يې هم یو مکتوب استولی، چې له مخې به یې د تزویري پېژندپاڼو په اړه د اسنادو د شتوالي په صورت کې دغه پلاوي ته اسناد سپاري. د ښاغلي هادي په وینا، د دغو اسنادو په مرسته به دا پلاوی کره او دقیقه ارزونه وکړای شي.

د یاد شوي پلاوي رئیس زیاته کړه، لویه څارنوالي او موظف پلاوی په خپلواکه او هراړخیزه توګه د تزویري پېژندپاڼو مسأله څېړي او ټینګار کوي، چې په دې قضيه کې له ښکېلو کسانو سره به قانوني چلن وشي.

د یادونې وړ ده، د جمهور رئیس د ۱۱۰۰ ګڼې حکم پر اساس یو پلاوی تشکیل شوی، چې د تزویري پېژندپاڼو شمېر او په دغه قضيه کې ښکېل کسان به په ګوته کوي.

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۱:۴۷
Background image

د معاملاتو د یوې برخې او د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه واخیستل شوه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د معاملاتو له نهمې او لسمې برخې او همداراز د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی لوی رئیس د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی ګومارل شوی لوی رئیس د افغانستان اسلامي امارت د مسوولانو له خوا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو. دا پروګرام د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

BACK TO NEWS