په لویه څارنوالۍ کې نوې ګومارنې ترسره شوې

ago_admin
چهارشنبه ۱۳۹۷/۱۰/۱۹ - ۲۱:۲۷
ago

د لویې څارنوالۍ عالي ادارې په وړاندیز او د افغانستان اسلامي جمهوری دولت عالی مقام (۲۲۹۸) ګڼه ۱۳۹۷/۱۰/۱۵ نېټې منظورۍ پر بنسټ په دغه اداره کې لاندې ګمارنې ترسره شوې دي:

۱. ښاغلی میراحمد فواد د میر شاه ولی زوی د حقوقو پوهنځي لیسانس په دویم رتبه بست کې د غزني ولایت د استیناف څارنوالۍ د رییس په توګه

۲. ښاغلی سیف الله د عبدالحفیظ زوی د حقوقو پوهنځي لیسانس په فوق رتبه بست کې د بلخ ولایت د استیناف څارنوالۍ د رییس په توګه

۳. ښاغلی رحیم الله د فیض محمد زوی د حقوقو پوهنځي لیسانس په اول رتبه بست کې د ښاغلي عیسی د محمد اکرم زوی په عوض، د هلمند ولایت د استیناف څارنوالۍ د رییس په توګه

۴. ښاغلی عیسی د محمد اکرم زوی د حقوقو پوهنځي لیسانس په فوق رتبه بست کې د کندهار ولایت د استیناف څارنوالې د رییس په توګه

۵. ښاغلی نیازمحمد د بدل زوی د حقوقو پوهنځي لیسانس په اول رتبه بست کې د سمنګانو ولایت د استیناف څارنوالۍ د رییس په توګه

۶. ښاغلی رامین د غلام حسن زوی د حقوقو پوهنځي لیسانس په اول رتبه بست کی د بغلان ولایت د استیناف څارنوالۍ د رییس په توګه

۷. ښاغلی شمس الله جاوید د فقیر محمد زوی د حقوقو پوهنځي لیسانس په اول رتبه بست کې د پنجشیر ولایت د استیناف څارنوالۍ د رییس په توګه

۸. ښاغلی محمد ولی د محمد هاشم زوی د حقوقو پوهنځي لیسانس په فوق رتبه بست کې د ننګرهار ولایت د استیناف څارنوالۍ د رییس په توګه

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۷ - ۱۰:۴۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دې ادارې له کارکوونکو د دیني مسائلو ازموینه واخیستله

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د دعوت او ارشاد د عمومي ریاست نصاب ازموینه واخیستله...

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۱۱:۲۶
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دې ادارې په دارالامان ودانۍ کې د ۸۰ زره لیټره تیلو په وړتیا د تیلو ټانک ګټې اخیستنې ته وسپاره

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دې ادارې په دارالامان ودانۍ کې د تیلو یو ټانک ګټې اخیستنې ته وسپاره چې ورسره د دې ادارې یوه اړتیا په معیاري او بنسټيزه توګه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۱۴:۵۰
Background image

افغانستان ته د بې کیفیته نفتي موادو او تیلو پر وارداتو بندیز ولګېد

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست سرپرست او هېواد ته د بې کیفته تیلو له واردولو د مخنیوي کمېټې رییس محترم الحاج مولوي شمس‌الدین شریعتي یوي خبري ناستې ته ویلي چې هېواد ته د. . .

BACK TO NEWS