مطبوعاتي خبرپاڼه

ago_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۷/۱۱/۲۳ - ۲۲:۲۷
logo

 

۱۳۹۷ کال د سلواغې ۲۳

کابل- افغانستان

د ټاکنو او د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیونونو رئيسان او د دغو کمېسونونو پخواني غړي ممنوع الخروج شوي دي.

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالۍ، د کشفي ادارو له خوا د ټاکنیزو شکایتونو او د ټاکنو خپلواک کمېسیون د رئیسانو او دولسو پخوانیو غړو له واک څخه د ناوړه ګټې اخېستنې په تور دغې ادارې ته د رارسېدلې قضیې د څېړنې په موخه یو پلاوی ټاکلی دی.

ټاکل شوي پلاوي د ټاکنیزو شکایتونو او د ټاکنو د خپلواک کمېسیون پر رئیسانو او د یادو کمېسیونو پر دولسو پخوانيو غړيو، د هراړخیزو او بشپړو تحقیقاتو او څېړنو په موخه له هېواد بهر ته پر تلو بندیز لګولی دی.

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویه څارنوالي ډاډ ورکوي، چې یاده قضیه به په عادلانه، منصفانه، بې پرې او خپلواکه توګه د قانون د احکامو په رڼا کې وڅېړي او د هغه اسنادو او شواهدو ته چې د کشفي ادارو او مسؤولو وګړیو له خوا یاد شوي پلاوي ته د څېړنې پر وخت ورکول کېږي، رسیده ګي کوي. همداراز لویه څارنوالي به د دغو قضیو په اړه د خپل مسؤولیت او نامسؤولیت له مخې قانوني پرېکړه وکړي او د خپلې پرېکړې جزیات به له هېوادوالو سره شریک کړي.

د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د لویې څارنوالۍ د ویاند دفتر

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۰:۳۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د ۱۴۰ مسلکي او اداري بستونو د ګمارنې ازموینه واخیسته

د افغانستان اسلامي امارت د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د ۱۴۰ اداري او مسلکي بستونو د استخدام په موخه چې له دې ډلې ۴۰ بستونه د تېر کال پاتې وو او پاتې نور یې د دغې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۴:۳۹
Background image

له ۸۱ ګډونوالو د نظارتي ستاژ درېیم پړاو ازموینه واخیستل شوه

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د مسلکي زده‌کړو ریاست د دغې ادارې له ۸۱ داوطلبو کارکوونکو څخه د نظارتي ستاژ درېیم پړاو ازموینه واخیسته...

BACK TO NEWS