د ښځو د نړیوالې ورځې، د مارچ اتمې په مناسبت ۲۰ بندیانې خوشې شوې

لویې څارنوالۍ د ښځو د نړیوالي ورځې یا د مارچ د اتمې په مناسبت د کابل د څرخي پله له زندانه ۲۰ بندیانې خوشې کړې. دا بندایانې د ولمسشر د ۳۴۷ ګڼې فرمان پر اساس خوشې شوې دي. د ولسمشر ۳۴۷ ګڼه فرمان نن د ۱۳۹۷ کال د کب پر ۱۶ د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت د لویې څارنوالۍ له خوا په څرخي پله زندان کې تطبیق شو. د دغه فرمان پر اساس ۲۰ بندیانې خوشې او د ۱۳ نورو د بند موده کمه شوه.
د لويې څارنوالۍ د احکامو پر تنفیذ د نظارت او د حبس د بدیل عمومي رئیس او د ولسمشر د فرمانونو د تطبیق کمېټې رئيس دا فرمان د ښځینه بندیانو لپاره یو امتیاز وګاڼه او زیاته يې کړه، چې لویې څارنوالۍ تل د هېوادوالو د انساني کرامت او ازادۍ ملاتړ کړی دی. نوموړي زیاته کړه، دا فرمان تر صادرېدو وروسته هممهاله د لويې څارنوالۍ له خوا پلی شو، چې انساني کرامت ته د لويې څارنوالۍ ژمنتیا ښيي.
نوموړي بندیانو ته په خطاب کې وویل: «ازادي د خدای نعمت دی، موږ هیله من یو، څومره وخت چې تاسې په زندان کې تېر کړی، د دغه نعمت په ارزښت به پوه شوي یاستئ او یو ځل بیا مو هیله دا ده، چې تر بیا ازادېدو وروسته به دغه نعمت ته زیات پام وکړئ.»
د یادونې وړ ده، چې د ولسمشر د بندیانو د بخښنې او بند مودې د کمونې دا فرمان هممهاله د هېواد په څو نورو ولایتونو کې هم پلی شوی. لویه څارنوالي له یوه کال راهیسې د بندیانو د بخښنې او بند مودې د کمونې فرمانونه تر صادرېدو وروسته په لنډ وخت کې پلي کوي.