په عسکري چارو کې د لویې څارنوالۍ مرستیالۍ ۳۳۸ قضیې ثبت او څېړلې دي

په عسکري چارو کې د لویې څارنوالۍ مرستیالۍ د راپور پر بنسټ، د ۱۳۹۷ کال د سلواغې په مياشت کې د هېواد په کچه ۳۳۸ جنایې پېښې شوې دي.
د یاد شوي راپور له مخې، ۹۸ قضیې د دعوې او اتهام نامې له ترتیب وروسته ابتدایي محکمې ته سپارل شوې، چې پر ۳۰ قضیو یې پرېکړه شوې او ۱۵۰ نورې تر کار لاندې دي.
په دغه راپور کې راغلي دي، چې ۲۳ قضیې بېرته اړوند مراجعو ته استول شوې او ۷۵ قضیې د مناسبو دلایلو د نشتوالي له امله ساتل شوې دي.
په دغه راپور کې همداراز راغلي دي، چې د یادو قضیو له جملې څخه ۱۷ قضیې د اشخاصو اړوند جرمونو، ۹ قضیې د اموالو اړوند جرمونو (د دوکې، جعل او تزویر، رشوت، ناقانونه غوښتنو او اختلاس) او ۱۲ نورې د کورني او بهرني امنیت پر وړاندې جرمونو په اړه دي.
په یاد شوي راپور کې د قضیو د راغلي تعداد له مخې، د نغدي جرمي، اختلاس، نشه یي توکو او د ځینو نظامي کارکوونکو د معاش پنځوس سلنه چې په نغدي جریمه محکوم شوي، یو میلیون و۷۷۸ زره او ۵۲۸ افغانۍ او لس زره او ۴۳۷ امریکایي ډالر په لاس راغلې او د دولت په پرېکنده حساب مرکزي بانک ته استول شوي دي