درې کسان د اختلاس په تور محاکمه شول

ago_admin
چهارشنبه ۱۳۹۷/۱۲/۲۲ - ۱۵:۱
adly qazayee

دغه کسان د اداري فساد له لویو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضایي مرکز د استیناف محکمې له خوا د اختلاس په تور، د ۱۳۹۷ کال د کب پر ۲۱ په علني ډول محاکمه شول.

په دغه قضایي ناسته کې، د افغانستان بانک د حیرتانو د ښارګوټي د څانګې مدیر عبدالحلیم د عبدالعزیز زوی، د نوي کابل بانک د شمال زون آمر محمد کبیر د محمد حکیم زوی او د بلخ ولایت د حیرتانو ښارګوټي کې د افغانستان بانک خزانه دار محمد کریم د محمد نبي زوی محاکمه شول.

د یادې شوې جلسې د قضایي پرېکړې پر بنسټ، عبدالحلیم او محمد کبیر د اختلاس په تور د جزا کود د ۱۷، ۵۸ او ۲۱۳ مادې په نظر کې نیولو سره د جزا قانون د ۳۹، ۱۴۵ او ۲۶۸ مادې له مخې هر یو په یو کال او یوه میاشت تنفیذي بند او په ضمانتي توګه د متوفي غلام محی الدین له متروکې څخه د ۲۷ میلیونه او ۲۶۶ زره افغانیو په ردولو سره محکوم او مجازات شول.

د دغه ناستې قضایي پلاوي، محمد کریم ته د لازمو او کافي دلایلو د نشتوالي له امله د اساسي قانون د ۲۵ او د جزا کود د پنځمې مادې له مخې برائت ورکړ.

همداراز د دغه قضایي ناستې رئیس، د محمد یونس اختر، احمد شاه حکیمي، حاجي سمیع الله، محمد انور، د حیرتانو د څارنوالۍ پخوانی رئیس اسدالله، د یادې څارنوالۍ مستنطق او حاجي شیرین، د عبدالصبور ضامن محبوب الله او د داسې نورو کسانو د عدلي تعقیب په موخه چې په یاده شوې پروسه کې یې لاس درلود، حکم صادر کړ.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۷ - ۱۰:۴۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دې ادارې له کارکوونکو د دیني مسائلو ازموینه واخیستله

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د دعوت او ارشاد د عمومي ریاست نصاب ازموینه واخیستله...

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۱۱:۲۶
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دې ادارې په دارالامان ودانۍ کې د ۸۰ زره لیټره تیلو په وړتیا د تیلو ټانک ګټې اخیستنې ته وسپاره

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دې ادارې په دارالامان ودانۍ کې د تیلو یو ټانک ګټې اخیستنې ته وسپاره چې ورسره د دې ادارې یوه اړتیا په معیاري او بنسټيزه توګه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۱۴:۵۰
Background image

افغانستان ته د بې کیفیته نفتي موادو او تیلو پر وارداتو بندیز ولګېد

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست سرپرست او هېواد ته د بې کیفته تیلو له واردولو د مخنیوي کمېټې رییس محترم الحاج مولوي شمس‌الدین شریعتي یوي خبري ناستې ته ویلي چې هېواد ته د. . .

BACK TO NEWS