د جمهوري ریاست له تقویتي فرمان څخه د څرخي پله زندان ۸۰۰ بندیان برخمن شول

ago_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۱۲/۲۸ - ۱۶:۲۴
hamal

دغه بندیان د جمهوري ریاست د ۲۳۶ ګڼې تقویتي فرمان له مخې د ۱۳۹۷ کال د کب پر ۲۸ ځینې ازاد او د ځینو د بند موده کمه شوه.

په دغه پروګرام کې د جمهوري ریاست د فرمانونو د تطبیق کمېټې رئیس او د احکامو د تنفیذ او د حبس پر بدیل د نظات څارنوالۍ عمومي رئیس څارنیال محمد اسعد ساپي، د څرخي پله زندان رئیس مل پاسوال زلمي منګل او د جمهوري ریاست د فرمانونو د تطبیق کمېټې د کمېسیون ځینو غړیو ګډون کړی و.

د دغه فرمان پر اساس ۸۰ بندیانو ته عفوه وشوه او د ۷۲۰ بندیانو د بند موده کمه شوه.

په دغه پروګرام کې، د جمهوري ریاست د فرمانونو د تطبیق کمېټې رئیس او د احکامو د تنفیذ او د حبس پر بدیل د نظات څارنوالۍ عمومي رئیس څارنیال محمد ساپي وویل، چې لویه څارنوالۍ تل د هېوادوالو له ازادۍ ملاتړ کوي او د دوی ازادۍ ته درناوی لري. د ښاغلي ساپي په خبره، هغه کسان چې په تکراري ډول د جرم مرتکب کیږي، په راتلونکو فرمانو کې به ورسره دا ډول چلند ونه شي. نوموړي بندیانو ته په اشاره سره وویل: «دا چې ازادي د خدای نعمت دی؛ نوهیله من یم، چې په زندان کې مو له تېر کړي وخت پند اخېستی وي او له دې وروسته خپلې ازدۍ ته پاملرنه وکړئ.»

د یادونې وړ ده، چې د یاد شوي فرمان لومړۍ دوره د څرخي پله زندان کې تطبیق شوه او بله دوره به یې په نږدې راتلونکو کې په ولایتي زندانونو کې هم تطبیق شي.

 

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۰:۳۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د ۱۴۰ مسلکي او اداري بستونو د ګمارنې ازموینه واخیسته

د افغانستان اسلامي امارت د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د ۱۴۰ اداري او مسلکي بستونو د استخدام په موخه چې له دې ډلې ۴۰ بستونه د تېر کال پاتې وو او پاتې نور یې د دغې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۴:۳۹
Background image

له ۸۱ ګډونوالو د نظارتي ستاژ درېیم پړاو ازموینه واخیستل شوه

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د مسلکي زده‌کړو ریاست د دغې ادارې له ۸۱ داوطلبو کارکوونکو څخه د نظارتي ستاژ درېیم پړاو ازموینه واخیسته...

BACK TO NEWS