د لویې څارنوالۍ کارکوونکو ته "د افغانستان د دوامداره پرمختګ د موخو" په اړه د عامه پوهاوي پروګرام جوړ شو

ago_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۱/۶ - ۱۵:۵۴
hr

دا پروګرام د لویې څارنوالۍ د پلان او بهرنیو اړیکو د رئیس رحیم الله صافي، د اجرائیه ریاست، اقتصاد وزارت، (UNDP) دفتر د مسؤولینو او د لویې څارنوالۍ د ځینو کارکوونکو په ګډون د ۱۳۹۸ کال د وري پر شپږمه د یادې شوې ادارې د مسلکي زده کړو انستېتیوت په تالار کې جوړ شو.

د لویې څارنوالۍ د پلان او بهرنیو اړیکو رئیس ښاغلي رحیم الله صافي په دغه پروګرام کې وویل، چې د افغانستان دولت پر ملي ژمنو سربېره، نړیوالې ژمنې هم لري. د نوموړي په خبره، "د دوامداره پرمختګ موخې" لوی پروګرام دی او د افغانستان لپاره یې د روغتیا، چاپېریال ساتنې، ښوونې، دوامداره پرمختګ، ښې حکومتولۍ او د عدالت د ټینګښت په برخه کې مشخصې موخې ټاکلي دي. ښاغلي صافي زیاته کړه: «موږ د نړیوالې ټولنې د غړي په توګه، هېوادوالو ته د ښو خدمتونو د وړاندې کولو لپاره دغه موخې تعقیبوو.»

د پلان او بهرنیو اړیکو رئیس زیاته کړه، چې لویه څارنوالي له اداري فساد سره د مبارزې، قانون حاکمیت او د عدالت د ټینګښت په برخه کې زیاتې لاسته راوړنې لري. د نوموړي په خبره، لویه څارنوالي د یاد شوي پروګرام تطبیق ته ژمنه ده.

د یادونې وړ ده، چې افغانستان د دوامداره پرمختګ د موخو نړیوال سند د ۲۰۱۵ مېلادي کال د سپټمبر په میاشت کې د ملګرو ملتونو د سازمان په عمومي غونډه کې تائید او د هغې پر تحقق یې ژمنه وکړه. همداراز د یادو موخو د لاسته راوړنو لپاره د وزیرانو شورا د پرېکړې پر بنسټ، په اقتصاد وزارت کې د "افغانستان د دوامداره پرمختګ" سکرتریت هم جوړ شو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۰:۳۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د ۱۴۰ مسلکي او اداري بستونو د ګمارنې ازموینه واخیسته

د افغانستان اسلامي امارت د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د ۱۴۰ اداري او مسلکي بستونو د استخدام په موخه چې له دې ډلې ۴۰ بستونه د تېر کال پاتې وو او پاتې نور یې د دغې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۴:۳۹
Background image

له ۸۱ ګډونوالو د نظارتي ستاژ درېیم پړاو ازموینه واخیستل شوه

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د مسلکي زده‌کړو ریاست د دغې ادارې له ۸۱ داوطلبو کارکوونکو څخه د نظارتي ستاژ درېیم پړاو ازموینه واخیسته...

BACK TO NEWS