په عسکري چارو کې د لویې څارنوالۍ مرستیالۍ د روان مالي کال په لومړۍ ربع کې ۹۰۱ قضیې ثبت او څېړلې دي

په عسکري چارو کې د لویې څارنوالۍ مرستیالۍ د راپور پر بنسټ، د ۱۳۹۸ مالي کال په لومړۍ ربع کې د هېواد په کچه ۹۰۱ جنایې پېښې شوې دي.
د یاد شوي راپور له مخې، ۱۶۶ قضیې د دعوې او اتهام نامې له ترتیب وروسته ابتدایي محکمې ته سپارل شوې، چې پرېکړه هم پرې شوې ده او ۵۰۲ نورې تر کار لاندې دي.
په دغه راپور کې راغلي، چې ۵۷ قضیې بېرته اړوند مراجعو ته سپارل شوې او ۱۳۲ نورې د مناسبو دلایلو د نشتوالي له امله ساتل شوې دي.
په دغه راپور کې همداراز راغلي، چې د یادو قضیو له جملې څخه ۷۷ قضیې د اشخاصو اړوند جرمونو، ۲۹ قضیې د اموالو اړوند جرمونو (د دوکې، جعل او تزویر، رشوت، ناقانونه غوښتنو او اختلاس) او ۴۳ نورې د کورني او بهرني امنیت پر وړاندې جرمونو په اړه دي.
په یاد شوي راپور کې د قضیو د راغلي تعداد له مخې، د نغدي جرمي، اختلاس، نشه یي توکو او د ځینو نظامي کارکوونکو د معاش پنځوس سلنه چې په نغدي جریمه محکوم شوي، پنځه میلیونه او ۱۷۶ زره او ۲۹۶ افغانۍ او لس زره او ۴۳۷ امریکایي ډالر په لاس راغلي او د دولت په پرېکنده حساب مرکزي بانک ته استول شوي دي