لوی څارنوال: د عدالت محوره نظام لپاره د ټولو ادارو ځواب وېینه اړینه ده

ago_admin
یکشنبه ۱۳۹۸/۱/۱۸ - ۲۲:۵۲
شاعر

دا خبره د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت لوی څارنوال څارنپوه محمد فرید حمیدي د هېواد له ځينو شاعرانو او فرهنګیانو سره په یوه ناسته کې، چې د ۱۳۹۸ کال د وري پر ۱۸ د لویې څارنوالۍ د عالي شورا په تالار کې وشوه، وکړه.

د هېواد لوی څارنوال په دغې ناسته کې وویل، چې د قانون واکمنۍ لپاره د خلکو قانون محوري اړینه ده او باید هغه لارې وپلټل شي، چې قانون منل پکې په یو فرهنګ بدل شي. د یو ښه سازماني فرهنګ نشتوالی یوه بله مسله وه، چې ښاغلي حمیدي یې یادونه وکړه. نوموړي زیاته کړه: «د افغانستان اداري فرهنګ له یو نسل څخه بل نسل ته انتقال شوی او دا فرهنګ په سمه توګه نه دی تعریف شوی.»

د هېواد لوی څارنوال زیاته کړه، چې ټولې ادارې باید د یو غوره فرهنګ څخه برخمنې شي او له مراجعه کوونکو سره په عزت او کرامت چلن وکړي. نوموړی باوري دی، چې قضاوت کوونکي په ټولو دولتي ادارو کې خلک دي او دغه قضاوت له مراجعه کوونکو سره د لومړي چلن له مخې کېږي. د ښاغلي حمیدي په خبره مراجعه کوونکي او کارکوونکي باید کره تعریف شي او د دې تر څنګ یې باید حقونه او دندې هم واضح وي.

نوموړي زیاته کړه: «که د یوې ادارې د کار په موخه له ۲۰۰ تر ۳۰۰ کوټې په پام کې نیول کېږي؛ نو لږ تر لږه دې یوه کوټه د مراجعینو د ښه راغلاست لپاره هم په پام کې ونیول شي.» ځکه چې یاده مسله پر دولتي ادارو د خلکو باور زیاتوي.

ښاغلي حمیدي د خپلو خپرو په دوام سره زیاته کړه، چې په لویه څارنوالۍ کې دا مسله په پام کې نیول شوې او د مراجعینو لپاره په ټولو امکاناتو برابر، معیاري او ځانګړی ځای جوړ شوی دی. نوموړی د لویې څارنوالۍ دا هڅه د مراجعینو حقونو ته درناوی بولي. نوموړي زیاته کړه، چې د تورن د تور د روښنايی لپاره د دلیلونو، شواهدو او مدارکو په راټولو سربېره د دوی د حقونو او ازادیو رعایتونه هم د څارنوال دنده ګڼل کېږې.

د هېواد لوی څارنوال په هېواد کې د بندیانو او بندخونو وضعیت ته په اشارې سره وویل، چې بې دلیله باید څوک له ازادۍ محروم نه شي. همداراز د بندیانو حقونو او انساني کرامت ته درناوی یوه بله چاره وه، چې ښاغلي حمیدي پرې ټینګار وکړ.

نوموړي زیاته کړه، چې په عدالت او غوره فرهنک محوری سره قانون واکمنولای شو. لوی څارنوال ټینګار وکړ، چې د ټولو هېوادوالو له حقونو باید یو شان ملاتړ وشي تر څو له خپلو حقونو برخمن شي.

د هېواد لوی څارنوال په ټولنه کې د ښځو د مقام بدلون، د دولت په تشکیل کې د دوی ونډې او ظرفیت لوړونې ته هم اشاره وکړه او ویې ویل: «کله چې د ښځې مقام د قانون له مخې بدلون مومي، نو د خلکو له خوا دې هم په ټولنه کې د یو فرهنګ په توګه ومنل شي.» د هېواد لوی څارنوال زیاته کړه، چې لویې څارنوالۍ په درېیو وروستیو کلونو کې د ښځو ونډه په دې اداره کې له درې سلنې ۲۱،۷ سلنې ته د وړتیا او ظرفیت له مخې لوړه کړې ده. د نوموړي په خبره، په لویه څارنوالۍ کې پر یوې مرستیالۍ سربېره ۱۵ ریاستونه د ښځو لخواه رهبري کېږي او د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې هم هېوادوالو ته د عدلي خدمتونو په موخه څارنوالانې په عملي توګه په دندو بوختې دي.

نوموړي په دغې ناسته کې زیاته کړه، چې له یادو ښځینه څارنوالانو څخه ډېری یې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي په برخه کې کار کوي. پر همدې اساس عدالت ته د ښځو او ماشومانو لاسرسی تر پخوا زیات شوی دی.

نوموړي د دغې ناستې له ګډونوالو وغوښتل، تر څو خلک د داستانونو، مقالو او نورو ادبي لیکنو له لارې قانون منلو او فرهنګ محوری ته وهڅوي.

له بلې خوا د ناستې ګډونوالو په څو وروستیو کلونو کې د لویې څارنوالۍ هڅې او لاسته راوړې وستایلې. د دوی په باور د لویې څارنوالۍ د نوې رهبرۍ په راتګ سره په دې اداره کې د پام وړ بنسټي بدلونونه راغلي او د پخوا په پرتله د خلکو باور په یادې ادارې زیات شوی دی. دوی زیاته کړه، چې په دې وروستیو کې د لویې څارنوالۍ جدي او پرېکنده اجرااتو د خلکو همکاري را جلب کړې او په دغې ادارې د دوی د باور د زیاتوالي تر څنګ یې د فساد او جنایت کوونکو په زړونو کې ډار او وېره پیدا کړې ده.

یادو ګډونوالو ژمنه وکړه، چې له لویې څارنوالۍ سره به په همغږۍ پر مخ ځي او تر خپلې وسې به له دغې ادارې سره همکاري کوي.     

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۱۴:۵۰
Background image

افغانستان ته د بې کیفیته نفتي موادو او تیلو پر وارداتو بندیز ولګېد

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست سرپرست او هېواد ته د بې کیفته تیلو له واردولو د مخنیوي کمېټې رییس محترم الحاج مولوي شمس‌الدین شریعتي یوي خبري ناستې ته ویلي چې هېواد ته د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۸ - ۱۴:۳۹
Background image

افغانستان ته د بې کیفیته تېلو، اوبلنو ګازو او نورو نفتي موادو له واردولو د مخنیوي لپاره د مؤظف پلاوي ناسته جوړه شوه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د سرپرست محترم مولوي شمس‌الدین شریعتي په مشرۍ ناسته د مؤظفې کمېټې د غړو په ګډون د امارتي ادارو او وزارتونو د معیننانو په حضور کې جوړه شوه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱/۳۰ - ۱۳:۳۸
Background image

له ایران څخه د افغان بندیانو د لېږد دوام؛۱۹۹ افغان بندیان د افغانستان اسلامي امارت ته وسپارل شول

له بهر څخه د افغان بندیانو د انتقال کمېټې په کوښښ چې مشري یې د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی رییس مولوي شمس الدین شریعتي کوي د نورو اړوندو ادارو له استازو سره په ګډه چې د دغې. . .

BACK TO NEWS