درې کسان هېواد ته د پېسو د ناقانونه واردولو په تور محاکمه شول

ago_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۱/۲۰ - ۱۵:۳۵
3tan

دغه درې کسان د اداري فساد له لویو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضایي مرکز د استیناف محکمې له خوا هېواد ته د پېسو د ناقانونه واردولو په تور د ۱۳۹۸ کال د وري پر ۲۰ په علني ډول محاکمه شول.

په دغه قضایي ناسته کې، د صراف منشي عمر خان د برات خان زوی، نصرت الله د عجب ګل زوی او د ننګرهار او تورخم لارې موټروان عزت الله د صمد خان زوی چې پاکستانی دی، محاکمه شول.

د یادې ناستې د قضایي پلاوي د پرېکړې پر بنسټ، عمر خان او نصرت الله د پیسو د ناقانونه واردولو په تور د جزا کود د ۵۷، ۵۸ او ۵۰۵ مادې لومړۍ فقرې له مخې، پر پنځوـ پنځو میاشتو تنفیذي بند محکوم شول.

د یادې ناستې قضایي پلاوي، عزت خان ته د پیسو د ناقانونه واردولو د تور په اړه د کافي او لازمو دلایلو د نشتوالي له امله د جزایي اجرااتو قانون د ۲۳۵ او ۱۹ مادې څلورمې فقرې په رعایتونې د جزا کود د پنځمې مادې پر اساس برائت ورکړ.

د دغې قضایي ناستې رئیس، د یو سل او پنځوس زره سعودي ریالو، د سل زره اماراتي درهمو او ۱۵ زره یورو د مصادرې په اړه حکم صادر کړ.

همداراز په دغه قضایي ناسته کې، د یو سوزکي موټر په اړه، چې څښتن ته یې باید په قانوني توګه د معتبرو اسنادو له مخې تسلیم شي، حکم صادر شو.

د یادونې وړ ده، چې د یاد شوي مرکز ابتدایي محکمې عمرخان او نصرت الله د پېسو د ناقانونه وارې په تور په پنځوـپنځو میاشتو تنفیذي بند محکوم کړي و او عزت الله یې د پیسو د ناقانونه واردولو د تور په اړه د کافي او لازمو دلایلو د نشتوالي له امله برائت ورکړی و.  

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۱:۴۷
Background image

د معاملاتو د یوې برخې او د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه واخیستل شوه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د معاملاتو له نهمې او لسمې برخې او همداراز د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی لوی رئیس د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی ګومارل شوی لوی رئیس د افغانستان اسلامي امارت د مسوولانو له خوا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو. دا پروګرام د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

BACK TO NEWS