یو کس د پيسو مینځلو په تور محاکمه شو

ago_admin
چهارشنبه ۱۳۹۸/۱/۲۱ - ۲۰:۵۲
diana

د اداري فساد له لویو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضایي مرکز ابتدایي محکمې، دیانا د عبدالودود لور د پیسو مینځلو په تور د ۱۳۹۸ کال د وري پر ۲۱ په علني ډول محاکمه کړه.

د دغې قضایي ناستې پلاوي، نوموړې ته په دغې قضیه کې د لازمو او کافي دلیلونو د نشتوالي له امله، د جزایي اجرااتو قانون د پنځمې مادې په رعایتولو د جزا کود د ۱۷، پنځمې او اوومې مادې لومړۍ فقرې له مخې برائت ورکړ.

د دغه قضایي ناستې رئیس وویل، چې د ۱۶۰ زره کاناډایي او ۶۰۰ امریکایي ډالرو او ۸۴ زره او ۵۵۰ یورو په اړه دې اړونده څانګې، د پېسو مینځلو او له جرمونو څخه په لاس راغلي عاید، د راپور ورکونې او د کنترول مقررې د احکامو او په سرحدي ګمرکونو کې د بې نومه اسعارو او د پېسو د لېږد اړوند جرمونو د مخنیوي قانون د اوومې مادې د څلورمې او پنځمې فقرې مطابق اجراات وشي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۱:۴۷
Background image

د معاملاتو د یوې برخې او د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه واخیستل شوه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د معاملاتو له نهمې او لسمې برخې او همداراز د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی لوی رئیس د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی ګومارل شوی لوی رئیس د افغانستان اسلامي امارت د مسوولانو له خوا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو. دا پروګرام د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

BACK TO NEWS