کابل کې د تېلو څلور ټانکونه وتړل شول

ago_admin
پنجشنبه ۱۳۹۸/۱/۲۹ - ۲۲:۵۹
tang teil

د ترانسپورت وزارت د وړاندیز او د کابل د الف تجارتي ابتدایي محکمې ریاست د تجویزي پرېکړې له مخې، د تیلو څلور ټانکونه چې د کابل په درېیمه، اتمه، پنځلسمه او شپاړسمه ناحیه کې موقعیت لري، د احکامو پر تنفیذ او د حبس پر بدیل د څار څارنوالۍ د عمومي ریاست تر ریاست لاندې د ټاکل شوي پلاوي له خوا مهر لاک او د ملي بس د تصدۍ ریاست استازو ته وسپارل شول.

tang tril

یاد پلاوی؛ د محکمې د تجویزي پرېکړې پر بنسټ، د احکامو پر تنفیذ او د حبس پر بدیل د څار څارنوالۍ تر ریاست لاندې د امنیتي پولیسو، د کابل ولایت د قضیو ریاست له استازو، اړوندو ناحیو، د ملي بس د تصدۍ ریاست، د ملي امنیت د (۰۶۲) ریاست او د میدانوال امرخیل شرکت له استازو څخه د یادو ټانکونو د تړلو په موخه وټاکل شو.

د احکامو پر تنفیذ او د حبس پر بدیل د څار څارنوالۍ عمومي رئیس، د یادو ټانکونو د تخلیې په لومړنۍ ناسته کې وویل، چې د عدالت تأمینولو لپاره د قانون پر وخت پلي کول یو اصل دی. نوموړي زیاته کړه: «د محکمو د پرېکړو پر تطبیقولو کې ځڼد د قبلونې وړ نه دی.» د احکامو پر تنفیذ او د حبس پر بدیل د څار څارنوالۍ د رئیس په خبره، د یادو ټانکونو مالکانو ته د دغه ټانکونو له تړلو مخکې ټاکلی وخت ورکړل شوی و، چې له دې وروسته په قانوني توګه وتړل شول او له امله یې د دولت د میلیونونو افغانیو څخه د شخصي ګټې اخېستنې مخنیوی وشو. د نوموړی په خبره، له تړلو وروسته یاد ټانکونه د ملي بس د تصدی ریاست استازو ته وسپارل شول.

tang teil

دا په داسې حال کې ده، چې د درېمې، اتمې، پنځلسمې او شپاړسمې حوزې د تېلو د ټانکونو قراداد د ملي بس د تصدۍ ریاست او میدانوال امرخیل شرکت تر منځ په ۱۳۹۵ کال کې ختم شوی او یاد شرکت د تدارکاتو قانون خلاف په ناقانونه ډول له دویم او درېیم کس سره د دغه ملکیتونو قراداد کړی دی.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۱:۴۷
Background image

د معاملاتو د یوې برخې او د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه واخیستل شوه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د معاملاتو له نهمې او لسمې برخې او همداراز د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی لوی رئیس د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی ګومارل شوی لوی رئیس د افغانستان اسلامي امارت د مسوولانو له خوا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو. دا پروګرام د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

BACK TO NEWS