د عدلي او قضايي ادارو کارکوونکي باید د قانون او عدالت محورۍ بېلګه وي

ago_admin
دوشنبه ۱۳۹۸/۲/۲ - ۱۲:۵۷
neemrouz

دا خبره د لوی څارنوال د مالي او اداري چارو مرستیال او د لودیځ زون ولایتونو د څارنوالیو د کړنو او لاسته راوړنو د ارزونې د پلاوي رئیس وحیدالدین ارغون د نیمروز ولایت له سیمه ییزو مسؤولانو، علماوو او د مدني ټولنې له استازو سره د لیدنې پر مهال وکړه.

دغه پلاوي د یاد ولایت د سیمه ییزو مسؤولانو، علماوو او د مدني ټولنې له استازو سره پر ځانګړو ناستو او د دغه ولایت له ازادۍ محرومو ځایونو او د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز پر لیدنه سربېره، له یادو مرکزونو څخه نه بندیان او درې محجوزان د ۱۳۹۸ کال د غویي پر لومړۍ ازاد کړل.

neemrouz

دغه بندیان او محجوزان د یاد پلاوي د ارزونې او د بند مودې د بشپړاوي له مخې له یاد زندان او مرکز څخه ازاد شول. دغه پلاوي له ازادۍ محرومو ځایونو کې د بندیانو روغتیایي او د ژوند تېرولو وضعیت له نږدې ولیدو او د ستونزو د حل په موخه یې اړوند مسؤولانو ته هدایت ورکړ.

د دغه پلاوي رئیس وحیدالدین ارغون د نیمروز له والي سره د لیدنې په ترڅ کې، د هېواد لودیځ زون ولایتونو ته د سفر د موخې په څرګندولو سربېره د یاد ولایت د څارنوالۍ د بېلابېلو برخو د ارزونې په اړه هم خبرې وکړې. نوموړي زیاته کړه: «موږ د پوښتنلیکونو، چک لسټونو، عملي ارزونې او د سیمه ییزو مسؤولانو څخه د مخامخ پوښتنو پر بنسټ د ولایتي څارنوالۍ پر کړنو پرېکړه کوو.» ښاغلي ارغون د اداري فساد پر ضد د مبارزې په برخه کې د لویې څارنوالۍ د رهبرۍ پر جدي اقداماتو او تدابیرو هم خبرې وکړې. د لوی څارنوال مرستیال، د لویې څارنوالۍ په تشکیل کې د اداري فساد پر ضد د مبارزې مرستیالي او د اداري فساد له لویو جرمونو سره د مبارزې د عدلي او قضايي مرکز جوړونه، د یادو اقداماتو او تدابیرو بیلګې وبللې. نوموړي زیاته کړه، چې لویه څارنوالي د اداري فساد پر ضد زغم نلري او د هېواد په کچه له یادې ناوړه پدېدې سره مبارزه یې سره کرښه ده.

له بلې خوا د نیمروز والي ډاکتر سیدولي سلطان، له یاد پلاوي سره د ناستې پر مهال وویل: «اوس څارنوالۍ زموږ هېلې را ژوندۍ کړې دي.» نوموړي په یاده اداره کې د ځوانو، وړ او ژمنو کسانو د ګمارنې په برخه کې د لویې څارنوالۍ د رهبرۍ هڅې هم وستایلې.

د ښاغلي سلطان په باور، د لویې څارنوالۍ د کار اغیز د هرې ورځې په تېرېدو سره زیاتېږي او دا اغیزمنتوب به د نورو ادارو سره د همکاریو او همغږیو په واسطه نور هم پیاوړی شي. د نیمروز والي په سیمه ییزه خپلواکه اداره کې د اصلاحاتو یادونه هم وکړه او زیاته یې کړه، هڅه شوې چې یاده اداره په یوه ځواب وېیونکې اداره بدله شي.

یاد پلاوي د نیمروز څارنوالۍ د بېلابېلو برخو له کارکوونکو او رئیسانو سره هم ولیدل. د یاد پلاوي رئیس د دغه ولایت د څارنوالۍ کارکوونکو ته په اشارې سره وویل: «ستاسو ارزونه به ستاسو د کړنو په ځانګړې توګه ستاسو پر کړنو د خلکو د قضاوت له مخې وشي.»

نوموړي د اداري فساد پر ضد د مبارزې په برخه کې د لویې څارنوالۍ د رهبرۍ جدي او پرېکنده دریځ ته هم اشاره وکړه او زیاته یې کړه، چې د یادې ناوړې پدیدې د له منځه وړلو هڅې د لویې څارنوالۍ او د یادې ادارې له کارکوونکو څخه پیل شوې او دا بهیر به په همدې ډول په ټولو دولتي ادارو کې دوام پیدا کړي.

ښاغلي ارغون د څارنوالۍ د بېلابېلو برخو او نورو سیمه ییزو ادارو تر منځ پر همکارۍ او همغږۍ هم ټينګار وکړ. نوموړي وړ کسانو ته د کار سپارنه، ظرفیت جوړونه او په ادارو کې ځوانانو ته ونډه ورکونه د لویې څارنوالۍ د رهبرۍ لومړیتوبونه وبلل او زیاته یې کړه، چې په دې برخه کې جدي هڅې هم شوې دي.

ښاغلي ارغون په لویه څارنوالۍ کې پر ظرفیت جوړونه هم ټينګار وکړ او ویې ویل: «ستاسو له کړنو څخه ترلاسه شوی ډاډ، ستاسو په ظرفیت پورې تړلی دی.» نوموړي د نیمروز څارنوالۍ کارکوونکو ته هدایت وکړ، ترڅو د خپلو ظرفیتونو د لوړاوي په موخه په روزنیزو پروګرامونو کې ونډه واخلي.

له بلې خوا د نیمروز د استیناف څارنوالۍ رئیس څارنیار عبدالودود فیروزکوهي وویل، چې یاده څارنوالۍ د جرم، جنایت او اداري فساد پر ضد د جدي مبارزې انګېزه لري. نوموړي زیاته کړه، ښکاره ده چې یاد ولایت یو سرحدي ولایت دی او د قاچاق او مالي فساد کچه پکې لوړه ده؛ مګر د څارنوالۍ کارکوونکو په دوامداره توګه د ولایت له مقام او محکمو سره په پوره همغږۍ جدي او پرېکنده مبارزه کړې او تر خپله وسه یې د سرغړونکو او فساد کوونکو لاسونه ور لنډ کړي دي.

ښاغلي فیروزکوهي د نیمروز څارنوالۍ د بېلابېلو برخو تر منځ د نږدې همکاریو او همغږۍ په اړه خبرې وکړې او ویې ویل، چې د نیمروز د استیناف، د کورنیو او بهرینو جرمونو پر ضد د مبارزې او د عسکري جرمونو څارنوالۍ سره یو موټی دي او پر یوه خوله د سرغړوونکو او فساد کوونکو پر وړاندې مبارزه کوي.

د نیمروز د استیناف څارنوالۍ رئیس، په یاده څارنوالۍ کې د دوسیه بندۍ(فایلنګ) سیستم کې د اصلاحاتو راوستلو، د کاري دفترونو د جوړونې او ښه مدیریت په اړه خبرې وکړې. د نوموړي په خبره، د ۱۳۹۶، ۱۳۹۷ او ۱۳۹۸ کال دوسیې د نوي او عصري سیستم له مخې دوسیه بندي شوې او په هغه دوسیو هم کار روان دی، چې تر یادو کلونو وړاندې دي.

د دغه ولایت د استیناف محکمې او قضا له سرپرست رئیس سره ناسته د یاد پلاوي یو بل فعالیت ګڼل کېږي. د یاد پلاوي رئیس په دغه ناسته کې د هېواد په ستره محکمه کې، د جدي اصلاحاتو او بدلونونو ستاینه وکړه. نوموړي د یوې سالمې ادارې د جوړونې په موخه پر علمي میکانیزمونو، د قاضیانو پر ظرفیت لوړونه او د یادې ادارې پر سمبالونه کار کول، د یادو اصلاحاتو بېلګې وبللې.

نوموړي د خپلو خبرو په دوام سره وویل، چې د هېوادوالو د بنسټیزو حقونو ساتنه او رعایتونه د عدلي او قضایي بنسټونو مسؤولیت دی او دا ادارې باید په دې برخه کې تر وسه هڅې وکړي. ښاغلي ارغون د چارو د ښه والي په موخه، د څارنوالۍ او محکمو تر منځ د همغږۍ پرناستو هم ټینګار وکړ.

په ورته مهال کې د نیمروز د استیناف محکمې سرپرست رئیس، په دې وروستیو کې په لویه څارنوالۍ په ځانګړې ډول د یاد ولایت د څارنوالۍ په بېلابېلو برخو کې په راغلو اصلاحاتو خوښې څرګنده کړه او زیاته یې کړه، چې دا مسله په لویه څارنوالۍ د خلکو د باور زیاتوالي سبب شوې ده. نوموړي د هېواد د بېلابېلو زونونو د استیناف څارنوالیو د کړنو د ارزونې په موخه د پلاوو د ټاکلو بهیر ستاینه وکړه. د ده په باور، د څارنوالانو د کړنو او لاسته راوړنو څارنه او ارزونه د دوی پر کړنو او تجربو مستقیم اغېز کوي. د یاد ولایت د عدلي او قضایي بنسټونو تر منځ همغږي یو بل مورد و، چې د نیمروز د محکمې سرپرست یې په اړه خبرې وکړې.neemrouz

دغه پلاوي د خلکو له استازو سره هم د یاد ولایت په ولایتي شورا کې ناسته وکړه. په دغه ناسته کې ښاغلي ارغون، په بېلابېلو برخو په ځانګړې ډول د هېوادوالو د حقونو د دفاع په برخه کې، د ولایتي شورا د رول او اغېز په اړه خبرې وکړې. نوموړي وویل: «ولایتي شورا د خلکو، دولت او حکومت تر منځ د اړیکو پل ګڼل کېږي.» د لوی څارنوال مرستیال د یادې ادارې په اړه، د خلکو ذهنیت ته د مثبت بدلون ورکولو په برخه کې د لویې څارنوالۍ د رهبرۍ د کار او هڅو یادونه هم وکړه. نوموړي زیاته کړه: «موږ په هېواد کې د قانون منلو د کچې لوړوالي په موخه هڅه کوو، تر څو په خلکو کې له څارنوال څخه نه بلکې له قانون څخه د وېرې انګېزه پیدا کړو.» ښاغلي ارغون زیاته کړه، چې د ولایتونو په کچه د څارنوالیو کړنې باید پرلپسې له هېوادوالو سره شریکې شي.

له دې سره سم د نیمروز په ولایتي شورا کې د خلکو استازو هم د لویې څارنوالۍ په جوړښت کې د پراخه اصلاحي او سیستماتیکو بدلونونو ستاینه وکړه او هیله یې وکړه، چې یاد بهیر دې په همدې ډول پر مخ ولاړ شي، تر څو د خلکو په منځ کې را پیدا شوې هیلې ژوندۍ پاتې شي.

neemrouz

د دوی په باور، د هېواد په عدلي او قضايي ادارو کې راغلي اصلاحات د پام وړ دي؛ خو هېوادوال له یادو بنسټونو څخه تر دې هم د لازیاتو اصلاحاتو هیلې لري.

یاد پلاوي د نیمروز له خلکو او د دولتي ادارو د بېلابېلو برخو له مسؤولینو سره د ناستو په ترڅ کې د امنیې له قوماندان، علماوو، د ښځو چارور یاست، حج او اوقافو ریاست او د یاد ولایت له مدني فعالانو سره هم ولیدل. د یادو برخو مسؤولینو هم د شته ستونزو او ننګونو پر وړاندوینه سربېره، د یاد ولایت د څارنوالۍ د بېلابېلو برخو پر کړنو، لاسته راوړنو او اصلاحاتو خوښي وښوده. دوی د لویې څارنوالۍ له رهبرۍ وغوښتل، چې د یادې ادارې د اصلاحاتو بهیر تر ټولو ولایتي څارنوالیو وغزوي، ترڅو د هېواد په کچه قانون پلی، عدالت تأمین او د هېوادوالو حقونه او ازادۍ خوندي شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۱۴:۵۰
Background image

افغانستان ته د بې کیفیته نفتي موادو او تیلو پر وارداتو بندیز ولګېد

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست سرپرست او هېواد ته د بې کیفته تیلو له واردولو د مخنیوي کمېټې رییس محترم الحاج مولوي شمس‌الدین شریعتي یوي خبري ناستې ته ویلي چې هېواد ته د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۸ - ۱۴:۳۹
Background image

افغانستان ته د بې کیفیته تېلو، اوبلنو ګازو او نورو نفتي موادو له واردولو د مخنیوي لپاره د مؤظف پلاوي ناسته جوړه شوه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د سرپرست محترم مولوي شمس‌الدین شریعتي په مشرۍ ناسته د مؤظفې کمېټې د غړو په ګډون د امارتي ادارو او وزارتونو د معیننانو په حضور کې جوړه شوه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱/۳۰ - ۱۳:۳۸
Background image

له ایران څخه د افغان بندیانو د لېږد دوام؛۱۹۹ افغان بندیان د افغانستان اسلامي امارت ته وسپارل شول

له بهر څخه د افغان بندیانو د انتقال کمېټې په کوښښ چې مشري یې د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی رییس مولوي شمس الدین شریعتي کوي د نورو اړوندو ادارو له استازو سره په ګډه چې د دغې. . .

BACK TO NEWS