مطبوعاتي خبرپاڼه

ago_admin
چهارشنبه ۱۳۹۸/۲/۴ - ۱۲:۱۶
ago

مطبوعاتي خبرپاڼه

د ۱۳۹۸ کال د غویي څلورمه

کابل ـ افغانستان

دجمهوري ریاست د عالی مقام د ساتونکو له خوا د ۱۳۹۸ کال د وري پر دویمه د یک تلویزیون د مسؤول مدیر ښاغلي عبدالله خنجاني د وهنې ډبونې موضوع، د جمهوري ریاست د عالي مقام د څار، څېړنې او پالیسۍ مرستیالۍ له خوا، د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالۍ ته واستول شوه.

د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت لویه څارنوالي ډاډ ورکوي، چې یاده قضیه به په عادلانه، خپلواکه او بې پرې توګه د قانون د احکامو په رڼا کې وڅېړي او د هغه شواهدو، اسنادو او مدرکونو پر بنسټ، چې د ټاکل شوي پلاوي لاس ته ورځي، د دوی د مسؤولیت او نامسؤولیت په اړه به قانوني پرېکړه وکړي او پایلې به یې د اطلاع رسونې قانون د احکامو پر رڼا کې له هېوادوالو سره شريکې کړي.  

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۲:۲۱
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو «د دعوت او ارشاد نصاب د معاملاتو» د تدریس شوې برخې ازموینه واخیسته

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت د لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست نن شنبه د رمضان المبارک میاشتې پر ۱۸ (د کب ۱۶) د دغې ادارې له کارکوونکو څخه «د دعوت او ارشاد نصاب د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۷ - ۱۰:۴۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دې ادارې له کارکوونکو د دیني مسائلو ازموینه واخیستله

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د دعوت او ارشاد د عمومي ریاست نصاب ازموینه واخیستله...

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۱۱:۲۶
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دې ادارې په دارالامان ودانۍ کې د ۸۰ زره لیټره تیلو په وړتیا د تیلو ټانک ګټې اخیستنې ته وسپاره

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دې ادارې په دارالامان ودانۍ کې د تیلو یو ټانک ګټې اخیستنې ته وسپاره چې ورسره د دې ادارې یوه اړتیا په معیاري او بنسټيزه توګه. . .

BACK TO NEWS