د هېواد د ۵۷ ناامنه ولسوالیو څارنوالان مسلکي وروزل شول
د لویې څارنوالۍ د مسلکي زده کړو انستېتوت کې د” جزا کود او جزایي اجرااتو قانون “په نوم لس ورځنۍ روزنیز پروګرام، د لویې څارنوالۍ د بشري سرچېنو د پراختیا د عمومي رئیس ښاغلي محمد ناصر همت او د یادې ادارې د مسلکي زده کړو انستېتوت د رئیس ډاکتر عزیزالله فصیحې په حضور د ۱۳۹۸ کال د وري پر ۱۸ پیل شو.
د بشري سرچینو د پراختیا عمومي رئیس محمد ناصر همت وویل: «د قانون حاکمیت او عدالت ته د خلکو لاسرسی، د لویې څارنوالۍ بنسټیزه موخه ده.» ښاغلي همت زیاته کړه، چې د هېواد په ناامنه ولسوالیو کې د څارنوالیو فعالول او پر بشري سرچینو، ګمارنې او د ولسوالیو په باتحصیله کسانو پانګونه، په قانون او عدالت د خلکو باور زیاتوي.
د مسلکي زده کړو انستېتوت رئیس ډاکتر عزیز الله فصیحي د بحث وړ موضوعاتو ته په اشارې سره وویل، چې په دا ډول پروګرامونو کې د څارنوالانو روزنه او د دوی د تجربو شریکول د عدالت د ټینګښت بهیر پیاوړی او چټکوي. نوموړي زیاته کړه، د مسلکي زده کړو انستېتوت تل هڅه کوي، د ورته پروګرامونو په جوړولو سره د څارنوالانو د غوره چلن، مهارتونو او پوهې د کچې لوړونې زمینه برابره کړي.
په دغه روزنیز پروګرام کې یادو څارنوالانو ته د (د جرم او د هغه د ډولونو، د جزا او تأمیني تدابیرو، د اباحت د وسائېلو او جزایي مسؤولیت او د هغه د موانعو، د حبس د بدیل، د جزایي دعوې د اثبات د ادلې، د اموالو، اشخاصو، اخلاقو او عمومي عفت پر وړاندې جرمونو، د ښځو د ځورونې د مخنیوي، د جزایي دعوې د تحریک، د اتهام نامې د ترتیب او په ولسوالیو کې د څارنوالیو د واک په اړه) روزنه ورکړل شوه.
دا پروګرام د ۱۳۹۸ کال د وري پر ۲۸ ګډونوالو ته د تصدیق پاڼو په ورکړې سره پای ته ورسېد.
