د وردګ د استیناف څارنوالۍ کړنې وارزول شوی

ago_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۲/۳ - ۱۶:۲۱
maidan wardak

د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د لوی څارنوال د وړاندیز پر بنسټ، له ښځو او ماشومانو سره د تاوتریخوالي پر وراڼدې د مبارزې مرستیالې میرمن سینا شنا منصور په مشرۍ پلاوي د وردګ د استیناف، عسکري او د کورنيو او بهرنیو جرمونو پر ضد د مبارزې څارنوالیو کړنې له نږدې وارزول شوی.

دغه پلاوي چې د بېلابیلو ریاستونو استازو یې ملتیا کوله، د ۱۳۹۸ کال د غویي پر دویمه یې د یاد ولایت د څارنوالانو کړنې او اجراآت وارزول.

له ښځو او ماشومانو سره د تاوتریخوالي پر وړاندې د مبارزې مرستیالې او یاد ولایت ته د پلاوي مشرې سینا شنا منصور، د وردګ له والي مظفرالدین یمین سره په لیدنه کې، د څارنوالانو د کړنو ارزونه او د عامه خلکو د نظرونو اخیستل د یاد سفر موخه وبلله. میرمن منصور د میدان وردګ د استیناف، عسکري او ملي امنیت څارنوالیو او د یاد ولایت له نورو دولتي ادارو سره د قانون د واکمنۍ په موخه پر ګډ کار ټینګار وکړ او زیاته یې کړه: «د ولایت له مقام او نورو دولتي ادارو سره د عدلي او قضایي ادارو همغږي، په یادو ادارو د خلکو باور زیاتوي.»

maidan saranwal

همدارنګه د یاد ولایت والي، د میدان وردګ د څارنوالانو له کړنو خوښي و ښوده او زیاته یې «د دغه ولایت څارنوالان د قانون او عدالت د ټينګښت په موخه خپلې دندې په جرأت سره تر سره کوي.» هغه د ولایتي ادارې په استازیتوب، ډاډ څرګند کړ، چې د ولایت مقام او اړوندې سیمه‌ییزو ادارې به په بشپړه همغږۍ د یاد ولایت څارنوالیو سره د قانون حاکمیت او واکمنۍ او د عدالت د تأمین په موخه ګډ کار کوي.

له مرکزه راغلي پلاوي، د دغه ولایت د استیناف، عسکري او د کورنيو او بهرنیو جرمونو پر ضد د مبارزې څارنوالۍ کړنې له نږدې وارزولې او  د دغه ولایت له کړنو او لاسته‌راوړنو څخه یې خوښي څرګنده کړه.

maidan jail

یاد پلاوي د دغه ولایت د استیناف محکمې له رئیس، د ولایتي شورا له غړو، له امنیتي مسوؤلانو، د ښځو چارو له رئیسې، د محبس له مدیر او بندیانو، قومي مشرانو او د مدني ټولنو له استازو سره په جلا جلا توګه ولیدل. دوی د څارنوالیو له کړنو خوښي څرګنده او  د یاد ولایت له څارنوالیو سره یې د همکارۍ ژمنه وکړه.

دا په داسې حال کې ده،چې په دې وروستیو کې له مرکزه د هېواد بېلابېلو ولایتونو ته پلاوي تللي او د څارنوالیو کړنې یې له نږدې ارزولي دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۱:۴۷
Background image

د معاملاتو د یوې برخې او د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه واخیستل شوه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د معاملاتو له نهمې او لسمې برخې او همداراز د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی لوی رئیس د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی ګومارل شوی لوی رئیس د افغانستان اسلامي امارت د مسوولانو له خوا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو. دا پروګرام د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

BACK TO NEWS