د ټاکنو اړوند ټولې قضیې د لویې څارنوالۍ له خوا څېړل کېږي

ago_admin
یکشنبه ۱۳۹۸/۲/۲۹ - ۱۷:۳
jamsheed rasilly

د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالۍ، د ۱۳۹۷ کال د پارلماني ټاکنو اړوند جرمونو د قضیو د څېړنو پایلې اعلان کړې.

 د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي، د ۱۳۹۸ کال د غويي پر ۲۹ د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې د یوې ناستې په ترڅ کې وویل، چې لویې څارنوالۍ د ټاکنو او ټاکنیزو جرمونو اړوند، ۱۹۱ قضيې په روڼتیا سره څېړلې او په اړه یې پرېکړې هم کړې دي.

jamsheed rasooly

د ښاغلي رسولي په خبره، د ۱۳۹۷ کال د پارلماني ټاکنو پروسې له پیل څخه لویې څارنوالۍ په مرکز او ولایتونو کې د یادې پروسې اړوند ۱۹۱ قضیې په لاس راوړې، چې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د پخوانیو کمېشنرانو په شمول ۳۵ قضیې په کابل ولایت پورې او ۱۵۶ نورې په ولایتونو پورې اړوندېږي.

نوموړې په دې ناسته کې وویل، چې د یادو قضیو پر څېړنه سربېره،۷۲ شکایتونو ته، چې د ۲۸ ولایتونو د اعتراض کوونکو او د نوماند وکیلانو له خوا په  انفرادي او ډلییزه توګه ثبت شوې و، رسیدګي شوې ده.

د ښاغلي رسولي په خبره، د دغو قضیو د څېړنې اړوند ۴۵۹ مظنونان او تورن پېژندل شوي، چې د دوسیو قانوني څېړنې یې بشپړې شوې دي. له یادو کسانو څخه تر ۶۴ زیات کابل میشت او پاتې نور د ولایتونو اوسېدونکي دي.

د لویې څارنوالۍ د ویاند په خبره، یادې قضیې د رایو د کمونې او زیاتونې، له واک څخه د ناوړه ګټې اخېستنې، د ټاکنیزو سټېکرونو د خرڅولو، د ټاکنیزو سټېکرونو او پېژندپاڼو د جعل او تزویر، د ټاکنو د حساسو موادو د غلا، د رایې ورکولو د پاڼو پټولو، د پېژندپاڼو د پېر او پلور، د سټېکر شوو جعلي تذکرو د انتقال، د خپلې خوښې نوماند ته د رایې ورکولو په موخه د خلکو د ګواښولو، د ټاکنیز بهیر د اخلالولو، وهلو ټکولو، د تقلبي رایو اچولو او په ناقانونه ډول د پېژندپاڼو د ثبت په اړه دي.

دا قضیې د ارزګان، بادغیس، تخار، دایکنډي، وردګ، نورستان، کنړ، غور او غزني ولایت پرته، چې ټاکنې پکې نه دي شوې د هېواد په ۲۵ ولایتونو کې ثبت شوې دي.

رسولي د ټاکنو خپلواک کمېسیون د پخوانیو کمېشنرانو د تورونو په اړه وویل: «د ټاکنیزو کمېسیونونو د پخوانیو کمېشنرانو قضيې، چې له واک څخه د ناوړه ګټې اخېستنې په اړه دي، د ټاکل شوي پلاوي له خوا څېړل شوې او د ټاکنو په دوو حوزو کې یې پر کمېشنرانو تورونه پورې کړې دي، چې په کنړ ولایت کې د ټاکنو کمېسیون د رئیس په ګډون اووه کمېشنران، د شکایت اورېدنې کمېسیون د رئیس په ګډون درې کمېشنران او د ټاکنو کمېسیون د معلوماتي ټکنالوژۍ او دارالانشا‌ء پخواني دوه رئیسان تورن وګڼل شول، چې اوسمهال یې دوسیې په محکمه کې دي. د بدخشان په ټاکنیزه حوزه کې هم پر کمېشنرانو د رایو د کمولو او زیاتولو او مالي فساد اړوند تور پورې شوی، چې په پایله کې د اړوند څارنوالانو له خوا د ټاکنو کمېسیون ۱۲ پخواني کمېشنران او د ټاکنو کمېسیون د معلوماتي تکنالوژۍ او دارالانشاء ریاست پخواني رئیسان تورن وپېژندل شول او د دوی دوسیې یې اړونده محکمې ته استولې دي.

د لویې څارنوالۍ د ویاند په خبره، لویې څارنوالۍ د یادې ملي پروسې د ملاتړ په موخه، د خپل عدلي چلن له لارې مخکې له مخکې چمتووالي نیولی و. نوموړي په دې برخه کې د ټاکنیزو جرمونو اړوند قضیو د څېړلو ځانګړې کمېټې، په مرکز او ولایتونو کې د ټاکنیزو جرمونو د څېړلو په موخه د لویې څارنوالۍ د کارکوونکو مسلکي او فني روزنې او همداراز د لویې څارنوالۍ او د ټاکنیزو شکایتونو د اورېدنې کمېسیون تر منځ د هوکړه لیک لاسیلکولو او له اړونده مراجعو سره د معلوماتو شریکولو ته اشاره وکړه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۱۴:۵۰
Background image

افغانستان ته د بې کیفیته نفتي موادو او تیلو پر وارداتو بندیز ولګېد

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست سرپرست او هېواد ته د بې کیفته تیلو له واردولو د مخنیوي کمېټې رییس محترم الحاج مولوي شمس‌الدین شریعتي یوي خبري ناستې ته ویلي چې هېواد ته د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۸ - ۱۴:۳۹
Background image

افغانستان ته د بې کیفیته تېلو، اوبلنو ګازو او نورو نفتي موادو له واردولو د مخنیوي لپاره د مؤظف پلاوي ناسته جوړه شوه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د سرپرست محترم مولوي شمس‌الدین شریعتي په مشرۍ ناسته د مؤظفې کمېټې د غړو په ګډون د امارتي ادارو او وزارتونو د معیننانو په حضور کې جوړه شوه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱/۳۰ - ۱۳:۳۸
Background image

له ایران څخه د افغان بندیانو د لېږد دوام؛۱۹۹ افغان بندیان د افغانستان اسلامي امارت ته وسپارل شول

له بهر څخه د افغان بندیانو د انتقال کمېټې په کوښښ چې مشري یې د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی رییس مولوي شمس الدین شریعتي کوي د نورو اړوندو ادارو له استازو سره په ګډه چې د دغې. . .

BACK TO NEWS