مطبوعاتي خبرپاڼه

ago_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۳/۷ - ۱۴:۷
ago

د ځانګړي امنیت چارو کې د ولسمشر د پخوانۍ سلاکار جنرال حبیب الله احمدزي د ادعا او څرګندوونو موضوع، چې په دې وروستیو کې یې په رسنیو کې مطرح کړې، د جمهوري ریاست د پالیسۍ، نظارت او څېړنې مرستیالۍ له خوا، د قانوني څېړنې په موخه د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالۍ ته استول شوې ده.

لویې څارنوالۍ د یادې قضیې د څېړنې لپاره پلاوی ټاکلی دی. دغه پلاوي د یادې قضیې د هر اړخیزې څېړنې د بشپړاوي په موخه د یوې رسمې پاڼې له لارې له جنرال حبیب الله احمدزي غوښتي، چې د ۱۳۹۸ کال د غبرګولي تر نهمې پورې ټول هغه اسناد، شواهد او مدرکونه چې په لاس کې یې لري، ټاکل شوي څېړنیز پلاوي ته وسپاري.

د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت لویه څارنوالي ډاډ ورکوي، چې یاده قضیه به په جدي، بې پرې، خپلواکه او عادلانه توګه د قانون د احکامو په رڼا کې وڅېړي او د څېړنې پر مهال د په لاس راغلو اسنادو، شواهدو او مدرکونو له مخې به پرېکړه وکړې. له پرېکړې سره سم به یې پایلې د اطلاع رسونې قانون د احکامو په حدودو کې له هېوادوالو سره شریکې کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۲:۲۱
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو «د دعوت او ارشاد نصاب د معاملاتو» د تدریس شوې برخې ازموینه واخیسته

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت د لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست نن شنبه د رمضان المبارک میاشتې پر ۱۸ (د کب ۱۶) د دغې ادارې له کارکوونکو څخه «د دعوت او ارشاد نصاب د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۷ - ۱۰:۴۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دې ادارې له کارکوونکو د دیني مسائلو ازموینه واخیستله

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د دعوت او ارشاد د عمومي ریاست نصاب ازموینه واخیستله...

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۱۱:۲۶
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دې ادارې په دارالامان ودانۍ کې د ۸۰ زره لیټره تیلو په وړتیا د تیلو ټانک ګټې اخیستنې ته وسپاره

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دې ادارې په دارالامان ودانۍ کې د تیلو یو ټانک ګټې اخیستنې ته وسپاره چې ورسره د دې ادارې یوه اړتیا په معیاري او بنسټيزه توګه. . .

BACK TO NEWS