د کابل څرخي پله زندان څخه ۱۲۸ بندیان آزاد شول

ago_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۳/۱۴ - ۱۸:۴۹
zindanian

د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالۍ دا بندیان د جمهوري ریاست د پنځمې ګڼې فرمان له مخې، چې د وړوکي اختر په مناسبت یې د بندیانو د بخښنې او بند مودې کمونې لپاره صادر کړی و، آزاد کړل او د ۱۳۷ نورو د بند موده کمه شوه.

دغه بندیان د جمهوري ریاست د فرمانونو د تطبیق او پر احکامو د تنفیذ او د حبس د بدیل عمومي څارنوالۍ د رئیس محمد اسعد ساپي او نورو غړو، د کابل پله څرخي زندان رئیس پاسوال غلام سنایي ستانکزي او د یاد زندان د ځينو نور غړو په حضور د ۱۳۹۸ کال د غبرګولي پر ۱۴ آزاد شول.

ښاغلي ساپي په دغه پروګرام کې وویل، چې لویې څارنوالۍ تل د هېوادوالو د ازادۍ او انساني کرامت ملاتړ کړی او ورته درناوی لري. نوموړي د خپلو خبرو په دوام سره وویل: «له صادېرېدو سره سم د دغه فرمان تطبیق ښيي، چې د لویې څارنوالۍ رهبري د هېوادوالو انساني کرامت ته درناوي لري.»

asad sapai

ښاغلي ساپي بندیانو ته په اشارې سره وویل، چې هېڅوک له تېروتنې خالي نه دی، مګر د تېرو تېروتنو په تکرار سره باید بیا زندان ته ولاړ نشئ. نوموړي زیاته کړه: «له دې وروسته په ورته فرمانونو کې د هغه چا دوسیې ته پاملرنه نه کېږي، چې د جرم په تکرار سره بیا بندیان شوی وي.»

په ورته مهال کې د څرخي پله د مرکزي زندان رئیس پاسوال غلام سنایي ستانکزي، د فرمانونو د تطبیق کمېسیون له غړو او نورو اړونده مسؤولانو چې د بندیانو د ازادۍ په برخه کې یې نه هېرېدونکې هلې ځلې کړې، مننه وکړه. ښاغلي ستانکزي بندیانو ته په اشارې سره وویل، چې هر څوک په ژوند کې تېروتنې کوي؛ نو تاسو باید په زندان کې له خپل تېر کړي وخت څخه پند واخلئ. نوموړي زیاته کړه: «په زندان کې د تېر شوي وخت انځور مو باید په سترګو کې وي او په راتلونکو کې باید د ناقانونه کړنو څخه ډډه وکړئ.»

له بلې خوا له بند څخه آزادو شویو بندیانو، د زندان د مسؤولانو له چلند څخه خوښي وښوده، چې د دوی پر وړاندې یې هېڅ ډول ناقانونه چلند نه دی کړی.

د یادونې وړ ده، چې دغو بندیانو ته بخښنه او د ځینو د بند موده کې کموالی د یاد فرمان د تطبیق لومړۍ مرحله وه. نورې مرحلې به یې په نږدې راتلونکو کې د هېواد په کچه تطبیق شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۱:۴۷
Background image

د معاملاتو د یوې برخې او د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه واخیستل شوه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د معاملاتو له نهمې او لسمې برخې او همداراز د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی لوی رئیس د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی ګومارل شوی لوی رئیس د افغانستان اسلامي امارت د مسوولانو له خوا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو. دا پروګرام د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

BACK TO NEWS