د آته لکه او پنځه څلوېښت زره امریکایي ډالرو د اختلاس په تور درې کسان محاکمه شول

ago_admin
شنبه ۱۳۹۸/۴/۸ - ۱۲:۴۷
mahkama

د افغانستان اسلامي بانک کې د جعل، تزویر او اختلاس په تور درې کسان د ۱۳۹۸ کال د چنګاښ پر پنځمه د اداري فساد له لویو جرمونو سره د مبارزې د عدلي او قضایي مرکز د ابتدایي محکمې له خوا په علني ډول محاکمه شول.

قضیې څېړنې ته ټاکل شوي پلاوي، له څېړنو او د صورت دعوې له ترتیب وروسته، یاده قضیه محکمې ته واستوله. یاد څارنوال دوی ته د ۳۹۲، ۴۳۷، ۷۲۵ او ۷۱۴ مادې په رعایت د جزا کود د ۷۳، ۵۹ او ۱۴ مادې له مخې د جزا غوښتنه کړې ده.

په دغه قضیه کې، د افغانستان د اسلامي بانک کارکوونکی محمد الیاس د عبدالقهار زوی، د خاوریان شرکت کارکوونکی محمد موسی د محمد علی زوی او د یاد بانک چوکي دار(ساتونکی) بریالی د محمد حسن زوی محاکمه شول.

د ناستې قضایي پلاوي، محمد الیاس د اساسي قانون د ۲۵، د جزا کود او د جزايي اجرااتو قانون ۵مو مادو له مخې، د مناسبو دلیلونو د نشتوالي له امله بری الزمه وباله، محمد موسی په تزویر کې د همکارۍ په تور د جزا کود د ۵۹ او ۴۳۹ مادې له مخې، د توقیف ورځو په شمول په شپږو میاشتو تنفیذي بند او بریالۍ یې د جزا کود د ۷۳ مادې له مخې په یو کال او شپږو میاشتو تنفیذي بند محکوم کړ.

د قضايي پلاوي د پرېکړې پر بنسټ، د اتصالات مخابراتي شرکت کارکوونکي محمد شریف او ضمیر احمد، مبایل خرڅوونکي وحیدالله او سید سلیمان، د کابل چتګر وکیل ګذر او د اسلامي بانک هغه کارکوونکي چې نورالله نومي کس ته یې بانکي حساب پرانېستی، د عدلي تعقیب وړ وبلل.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۱:۴۷
Background image

د معاملاتو د یوې برخې او د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه واخیستل شوه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د معاملاتو له نهمې او لسمې برخې او همداراز د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی لوی رئیس د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی ګومارل شوی لوی رئیس د افغانستان اسلامي امارت د مسوولانو له خوا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو. دا پروګرام د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

BACK TO NEWS