عسکري برخه کې لویې څارنوالۍ ۴۶۰ جنایي قضیې څېړلې دي
د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالۍ، د ۱۳۹۸ کال غبرګولي کې د خپلو واکونو پر بنسټ، د عسکري چارو مرستیالۍ له لارې، انساني کرامت ته په درناوي، د هېواد د نافذه قوانینو او د هېوادوالو د شرعي او بشري حقونو په رعایتونې سره، ۴۶۰ جنایي قضیې په بې پرې او خپولواکه توګه ثبت کړې او څېړلې دي.
د یادو قضیو د اتهام نامې او صورت دعوې له ترتیب وروسته، ۱۷۸ قضیې ابتدايي محکمې ته استول شوې، چې پر ۷۸ قضیو یې پرېکړه کړې او نورې یې تر کار لاندې دي.
د یاد شمېر قضیو څخه پر ۲۲ قضیو په استیناف محکمه کې پرېکړه شوې، د ۶۶ قضیو محاکماتي مرحلې بشپړې شوې، ۲۵ قضیې د مناسبو دلیلونو د نشتوالي له امله ساتل شوې، ۲۴ قضیې مستردې او ۴۵ نورې اړونده مراجعو ته استول شوې دي.
له دغو قضیو څخه ۲۹ قضیې د عمدي وژنې، وهلو ډبولو، غلا، لار وهنې، دوکې، له هېواد سره د خیانت او دښمن ته د وسلې تسلیمولو او ۱۴۸ نورې د وسلې ورکېدلو، له واک څخه د ناوړه ګټې اخېستنې، له دندې د غیابت، بډو(رشوت) او داسې نورو جرمونو په اړه دي.
هغه پیسې چې په یادو قضیو کې د نغدي جریمې، غلا، بډو او نشه یي توکو څخه په لاس راغلې دوه میلیونه او ۲۷۷ زره او نهه سوه او ۶۸ افغانۍ او هغه عاید چې د عسکري چارو مالي او اداري آمریت د تورنو له نغدي جریمې او د معاشاتو له راګرځولو په لاس راوړې اووه سوه او ۴۴ زره او ۲۸۷ افغانۍ کېږي، چې د دولت په پرېکنده حساب مرکزي بانک ته استول شوې دي.
