لویې څارنوالۍ  د چنګاښ میاشت کې ۳۱۸ جنایي قضیې څېړلې دي

ago_admin
چهارشنبه ۱۳۹۸/۵/۲ - ۱۳:۳۰
ago

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالۍ د عسکري چارو مرستیالۍ، د ۱۳۹۸ کال د چنګاښ میاشت کې د عسکري برخې ۳۱۸ جنایي قضیې د هېوادوالو د شرعي او بشري حقونو په رعایتولو، انساني کرامت ته په درناوي، بې پرې او خپلواکه توګه د هېواد د نافذه قوانینو او خپل واک له مخې ثبت کړې او څېړلې دي.

له یاد شمېر قضیو څخه ۱۱۱ قضیې د دعوې او اتهام نامې له ترتیب وروسته ابتدایي محکمې ته استول شوې، چې په ۳۶ قضیو یې پرېکړه کړې او په پاتې نورو کار کوي.

له دغو جرمي قضیو څخه ۳۲ قضیې د استیناف محکمې له خوا فیصله شوې، د ۶۸ قضیو ابتدایي مراحل بشپړ شوي، ۱۸ قضیې د لازمو او مناسبو دلیلونو د نشتوالي له امله حفظ شوې او ۱۴ نورې مستردې شوې دي.

له یادو قضیو څخه ۱۳ قضیې د وژنې، لواطت، غلا، دوکې او دښمن ته د تسلیمۍ او له وطن سره د خیانت کولو په اړه همداراز ۱۷۳ نورې د وسلې د ورکېدو، له واک څخه د ناوړه ګټې اخېستنې، له دندې څخه د غیابت، رشوت او داسې نورو جرمونو په اړه دي.

په یادو جرمونو کې د نغدي جریمې له امله، یو میلیون او نهه سوه او ۶۶ زره او ۷۰۶ افغانۍ په لاس راغلې او د دولت په پرېکنده حساب مرکزي بانک ته استول شوې دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۱:۴۷
Background image

د معاملاتو د یوې برخې او د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه واخیستل شوه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د معاملاتو له نهمې او لسمې برخې او همداراز د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی لوی رئیس د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی ګومارل شوی لوی رئیس د افغانستان اسلامي امارت د مسوولانو له خوا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو. دا پروګرام د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

BACK TO NEWS