د افغانستان د خلکو ازادي او خپلواکي غوښتنه، د خپلواکۍ او ازادۍ غوښتنې په موخه د ډېری هېوادونو د مبارزې پېلامه وه

ago_admin
چهارشنبه ۱۳۹۸/۵/۱۶ - ۱۴:۲۸
فرید حمیدی

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لوی څارنوال څارنپوه محمد فرید حمیدي، د « پېچلو قضیو د ارزونې) په روزنیز پروګرام کې وویل، چې د خلکو اتفاق، اتحاد او یووالی د یو خپلواک افغانستان د نېکمرغۍ او بریالیتوب لار ده. په دغه پروګرام کې، چې د ۱۳۹۸ کال د زمري پر ۱۵ د مسلکي زده کړو انستیتوت په تالار کې جوړ شوی و، د لوی څارنوال مرستیالانو، د مرکزي څارنوالیو او د ولایتي استیناف څارنوالیو رئیسانو ګډون کړی و.

ښاغلي حمیدي، د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته اخېستلو د سلمې کلیزې د مبارکۍ تر څنګ، دا خپلواکي او ازادي د افغانستان د غیرتي ولس د سرښندنو او قربانیو پایله وګڼله او د افغانستان د خلکو ازادي او خپلواکي غوښتنه یې، د خپلواکۍ او ازادۍ غوښتنې په موخه د ډېری هېوادونو د مبارزې پېلامه یاده کړه. نوموړي همداراز زیاته کړه: «موږ یو بې وسه ملت یو؛ خو ازادي غوښتونکي، غیرتمند او سرلوړي، چې د ازادۍ غوښتنې لپاره هر قیمت ته چمتو یو.»

د ښاغلي حمیدي په خبره، د افغانستان غیرتمند ولس ۱۰۰ کاله وړاندې په یو غږ د غازي امان الله خان تر مشرۍ لاندې وتوانېد، چې له انګریزانو خپله خپلواکي ترلاسه کړي.

نوموړي ټينګار وکړ، چې په اوسنیو شرایطو کې یوازې د خلکو یووالی کولای شي، یوه تلپاتې سوله رامنځته او هېواد له شته ناامنیو او دسیسو وژغوري.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۰:۳۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د ۱۴۰ مسلکي او اداري بستونو د ګمارنې ازموینه واخیسته

د افغانستان اسلامي امارت د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د ۱۴۰ اداري او مسلکي بستونو د استخدام په موخه چې له دې ډلې ۴۰ بستونه د تېر کال پاتې وو او پاتې نور یې د دغې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۴:۳۹
Background image

له ۸۱ ګډونوالو د نظارتي ستاژ درېیم پړاو ازموینه واخیستل شوه

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د مسلکي زده‌کړو ریاست د دغې ادارې له ۸۱ داوطلبو کارکوونکو څخه د نظارتي ستاژ درېیم پړاو ازموینه واخیسته...

BACK TO NEWS