لویه څارنوالۍ کې درې پروژې بشپړې او ګټې اخېستنې ته وسپارل شوې

د لویې څارنوالۍ د مالي او اداري چارو مرستیالۍ د راپور پر بنسټ، روان کال په لویه څارنوالۍ کې درې پروژې بشپړې او ګټې اخېستنې ته وسپارل شوې.
په یادو پروژو کې د فاضلابو د تصفیه خونې سیسټم، زرهې دروازې، خوندي کوټې، حفاظتي دیوالونه او د کابل ولایت د استیناف څارنوالۍ کاري دفترونه شامل دي.
د یاد راپور پر بنسټ، د یادو پروژو کارونه سل سلنه بشپړ او ګټې اخېستنې ته سپارل شوي دي.
د وړاندې شوو شمېرو له مخې، د فاضله موادو د تصفیې د خونې پر سیسټم(دیواتس) پنځه میلیونه او ۸۶۸ زره او ۹۱۴ افغانۍ، په زرهي دروازو، خوندي کوټو او محافظتي دیوالونو اووه میلیونه او ۴۵۸ زره او ۱۳۹ افغانۍ او د کابل ولایت د استیناف څارنوالۍ د کاري دفترونو پر بیا رغونه پنځه میلیونه او ۸۱۸ زره او ۵۰۰ افغانۍ لګښت راغلی، چې د یادې ادارې له عادي بودیجې څخه ورته ورکړل شوې دي.