د خوست او لغمان د استیناف څارنوالیو ودانۍ ګټې اخېستنې ته وسپارل شوې

ago_admin
یکشنبه ۱۳۹۸/۵/۲۷ - ۱۱:۰
ago

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویه څارنوالي تل هڅه کوي، چې د عدالت ټینګښت، د اداري کارونو د بهیر چټکتیا او د یادې ادارې کارکوونکو او مراجعینو ته د اسانتیاوو د برابرونې لپاره مناسب کاري او خوندي چاپېریال برابر کړي. یادې ادارې په ۱۳۹۸ مالي کال کې د هېواد د خپلواکۍ د بېرته اخېستلو د سلمې کلیزې په مناسبت او عدالت ته د خلکو د ښه لاسرسي په موخه هڅه کړې، چې ولایتي استیناف څارنوالیو ته مناسب کاري دفتر جوړ کړي. په همدې موخه یې د خوست او لغمان د استیناف څارنوالیو د کاري دفترونو کارونه په لنډ مهال کې بشپړ کړې او ګټې اخېستنې ته سپارل شوي دي. همداراز د کاپیسا، ډایکنډي او نورستان استیناف څارنوالیو د ودانیو کارونه به هم په نږدې راتلوونکو کې بشپړ شي.

د لویې څارنوالي د مالي او اداري چارو مرستیالۍ د راپور پر بنسټ، د خوست او لغمان استیناف څارنوالیو د ودانۍ د جوړونې کارونه د ۱۸ میاشتو په اوږدو کې سل سلنه بشپړ شوي دي. یاد راپور ښیي، چې د خوست استیناف څارنوالۍ پر ودانۍ ۳۴ میلیونه او ۶۸۷ زره او ۴۲۰ افغانۍ او د لغمان د استیناف څارنوالۍ پر ودانۍ ۲۸ میلیونه ۸۹۶ زره او ۹۸۵ افغانۍ لګښت راغلی، چې له انکشافي بودیجې څخه ورته ورکړل شوې دي.

همداراز  په انکشافي بودیجه سره، د کاپیسا د استیناف څارنوالۍ وداني په ۲۸ میلیونه او ۲۳۶ زره او ۳۷ افغانیو جوړه شوې، چې ۹۵ سلنه کارونه یې بشپړ شوي دي.

همداراز د ډایکنډي د استیناف څارنوالۍ د ودانۍ کارونه ۹۲ سلنه او د نورستان استیناف څارنوالۍ د ودانۍ کارونه ۸۰ سلنه بشپړ شوي دي.

د مالي او اداري چارو مرستیالۍ د راپور له مخې، له انکشافي بودیجې څخه د ډایکنډي د استیناف څارنوالۍ د ودانۍ جوړونې لپاره ۳۶ میلیونه او څلور زره او ۱۱۵ افغانۍ او د نورستان د استیناف څارنوالۍ ودانۍ جوړونې ته ۴۴ میلیونه او ۴۰۱ زره او ۳۲۵ افغانۍ ځانګړې شوې دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۱:۴۷
Background image

د معاملاتو د یوې برخې او د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه واخیستل شوه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د معاملاتو له نهمې او لسمې برخې او همداراز د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی لوی رئیس د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی ګومارل شوی لوی رئیس د افغانستان اسلامي امارت د مسوولانو له خوا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو. دا پروګرام د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

BACK TO NEWS