خلیل الله فېروزي په موقت او مشروط ډول کور ته استول شوی دی

ago_admin
یکشنبه ۱۳۹۸/۵/۲۷ - ۲۰:۳۶
jamsheed rasooli

خلیل الله فېروزې د لنډې مودې لپاره د دوو شرطونو پر بنسټ کور ته استول شوی، چې یو یې ناروغي او بل د کابل بانک د تصفیې له کمېسیون سره د کړیو ژمنو پوره کول دي.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې د ۱۳۹۸ کال د زمري پر ۲۷ د یو خبري کنفرانس په ترڅ کې له زندان څخه کور ته د نوموړي د استول په اړه توضیحات ورکړل او ویې ویل: «فېروزي د ټاکل شوي کمېسیون او د روغتیایي ډاکترانو د نظر پر بنسټ له زندان څخه کور ته استول شوی او تر کلکو امنیتي څارنو لاندې دی.»

ښاغلي رسولي د خپلو خبرو په دوام سره زیاته کړه، چې فېروزي د ځانګړو تدابیرو له مخې استول شوی او د ملي امنیت ریاست مکلف دی، چې د نوموړي کور په جدي او دوامداره ډول وڅاري او په کور کې د نوموړي د شتون په اړه په هرو پنځلسو ورځو کې لویې څارنوالۍ ته ډاډ ورکړي.

د لوی څارنوال د ویاند په خبره، ښاغلي فېروزي څه موده وړاندې د خپلې ناروغۍ له امله جمهوري ریاست ته عرض پاڼه استولې وه. له دې سره سم جمهوري ریاست یو پلاوی وټاکه، چې د نوموړي روغتیايي وضعیت او د مالي ژمنو په اړه اجراات وڅېړي.

ښاغلي رسولي زیاته کړه: «د روغتیايي ډاکترانو نظریې، د کابل بانک قضیو د څېړنو کمېسیون نظر او غوښتنه، د جزایي اجراآتو قانون صریح حکم، د بشري حقونو رعایتونه، د انسان دوستۍ په اړه د دولت اراده، د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د سترې محکمې هوکړه او د ښاغلي فېروزي د ژمنو او د قرض ورکونې بهیر چټکول هغه عوامل دی، چې له مخې یې فېروزې آزاد شوی دی.»

نوموړي ټینګار وکړ، چې د ښاغلي فېروزې د روغتیایي وضعیت د ښه کېدو او یا هم د نوموړي د کړو ژمنو او همکاریو د نه کولو په صورت کې ملي امنیت مسؤول دی، چې نوموړی بېرته زندان ته استول کړي.

ښاغلي رسولي زیاته کړه: «د کابل بانک د قضیو د تعقیب کمېسیون مسؤول دی، چې د لویې څارنوالۍ د اداري فساد له جرمونو سره د مبارزې څارنوالۍ ریاست ته په هرو پنځلسو ورځو کې د ښاغلي فېروزي د قرض اداکونې په اړه راپور ورکړي.» نوموړي همداراز ټینګار وکړ، چې د اداري فساد له جرمونو سره د مبارزې څارنوالي مکلفه ده، چې د فېروزي د روغتیایي وضعیت د ښه کېدو یا هم د کړیو ژمنو د ماتوالي په صورت کې نوموړی بیا زنداني کړي.

له دې سره سم، د ملي امنیت د عمومي ریاست د روغتیایي خدمتونو رئیس حشمت الله نوابي، د فېروزي ناروغي تائید کړه او ویې ویل، چې د نوموړي د وینې او شکر لوړ فشار لري؛ له همدې امله د روغتیايي وضعیت د څېړنې کمېسیون هدایت کړی، چې فېروزي باید داسې یو ځای کې وي چې روغتیایي مرکز ته لاسرسی ولري او خوراکي توکي او درمل په خپل وخت سره وخوري.

له دې سره سم، د کابل بانک د تصفیې مدیر روح الله حبیب تائيد کړه، چې ښاغلي فېروزې ورسره هوکړه لیک لاسلیک کړی، چې له مخې به یې نوموړی د خپلې درملنې په لړ کې د خپل قرض پنځوس سلنه د کابل بانک د تصفیې مدیریت ته سپاري.

نوموړي زیاته کړه، چې په دې وروستیو کې ښاغلي فېروزي د ۱۸ میلیونو ډالرو په بیه خپل قرضونه چې جایدادونه هم پکې راځي، د کابل بانک د تصفیې مدیریت ته سپارلي دي.     

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۱۴:۵۰
Background image

افغانستان ته د بې کیفیته نفتي موادو او تیلو پر وارداتو بندیز ولګېد

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست سرپرست او هېواد ته د بې کیفته تیلو له واردولو د مخنیوي کمېټې رییس محترم الحاج مولوي شمس‌الدین شریعتي یوي خبري ناستې ته ویلي چې هېواد ته د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۸ - ۱۴:۳۹
Background image

افغانستان ته د بې کیفیته تېلو، اوبلنو ګازو او نورو نفتي موادو له واردولو د مخنیوي لپاره د مؤظف پلاوي ناسته جوړه شوه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د سرپرست محترم مولوي شمس‌الدین شریعتي په مشرۍ ناسته د مؤظفې کمېټې د غړو په ګډون د امارتي ادارو او وزارتونو د معیننانو په حضور کې جوړه شوه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱/۳۰ - ۱۳:۳۸
Background image

له ایران څخه د افغان بندیانو د لېږد دوام؛۱۹۹ افغان بندیان د افغانستان اسلامي امارت ته وسپارل شول

له بهر څخه د افغان بندیانو د انتقال کمېټې په کوښښ چې مشري یې د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی رییس مولوي شمس الدین شریعتي کوي د نورو اړوندو ادارو له استازو سره په ګډه چې د دغې. . .

BACK TO NEWS