د ۲۷ کسانو په مظنونیت سره د نشه یي توکو ۲۱ قضیې محکمو ته واستول شوې

ago_admin
دوشنبه ۱۳۹۸/۶/۲۵ - ۱۵:۵۵
ago

له نشه یي توکو سره د مبارزې د ځانګړې څارنوالۍ عمومي ریاست، د ۱۳۹۸ کال د وږې میاشتې په درېیمه اوونۍ کې د ۲۷ کسانو په مظنونیت سره د نشه یي توکو ۲۱ قضیې په لاس راوړې او څېړلې دي.

دغه ریاست د عدالت ټینګښت په موخه یادې قضیې د څېړنو تر بشپړاوي، د اتهام نامې له ترتیب او د جرمونو د اثبات لپاره د دلیلونو، شواهدو او اسنادو تر راوړو وروسته محکمو ته استولې دي.

د وړاندې شوي راپور پر بنسټ، د ۱۶ کسانو په مظنونیت سره ۱۴ قضیې ابتدایي محکمې ته او د وروستیو پرېکړو په موخه پنځه قضیې له نشه یي توکو سره د مبارزې ځانګړې استیناف محکمې ته همداراز ۱۱ نورې د سترې محکمې د عامه امنیت دیوان ته استول شوې دي.

په یادو قضیو سربېره، په دې وروستیو ورځو کې له نشه یي توکو سره د مبارزې د ځانګړې څارنوالۍ عمومي ریاست، د نشه یي توکو د قاچاق د ۱۱ قضیو د تشریح، تول او نمونو د اخېستلو له بهیر څخه هم نظارت کړی دی.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۱:۴۷
Background image

د معاملاتو د یوې برخې او د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه واخیستل شوه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د معاملاتو له نهمې او لسمې برخې او همداراز د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی لوی رئیس د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی ګومارل شوی لوی رئیس د افغانستان اسلامي امارت د مسوولانو له خوا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو. دا پروګرام د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

BACK TO NEWS