له اداري فساد سره د مبارزې مرستیالۍ څلور کارکوونکي د( JSSP) دفتر له خوا وستایل شول

ago_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۶/۲۶ - ۱۰:۳۹
fasad edari

په افغانستان کې د عدلي سکتور د ملاتړ پروګرام دفتر (JSSP) د قضیو د ثبت مدیریت څلور کارکوونکي او د اداري فساد د جرمونو پر څېړنه او تنفیذ د څار څارنوالۍ رئیس د قضیو د ثبت له سیسټم څخه د اغېزناکې استفادې له امله د ۱۳۹۸ کال د وږي پر ۲۵وستایل.

په دغه پروګرام کې چې له اداري فساد سره د مبارزې چارو کې د لویې څارنوالۍ مرستیالۍ کې جوړ شوی و، له اداري فساد سره د مبارزې مرستیال خواجه عبدالحق احمدي او افغانستان کې د عدلي سکتور د ملاتړ پروګرام استازې ګډون درلود.

فساد اداری

له اداري فساد سره د مبارزې چارو کې د لویې څارنوالۍ مرستیال، په افغانستان کې د قانون حاکمیت د بهیر د ملاتړ په برخه کې د JSSP دفتر له همکاریو په ځانګړې توګه له لویې څارنوالۍ سره د یادو بنسټونو له همکاریو مننه وکړه او د قضیو د ثبت سیسټم(CMS) څخه پر اغېزناکه استفادې یې ټينګار وکړ او ویې ویل: «د قضیو د ثبت سیسټم څخه ګټه اخېستنه، د ادارې د وضعیت د ښه والي په موخه ستاسې کړنې، قضیو ته پر وخت رسیدګي او د خلکو خدمت کول ځانګړی ارزښت لري.» ښاغلي احمدي همداراز د یادې برخې کارکوونکي او مسؤولان هم وستایل او زیاته یې کړه: «موږ ژمن یو چې د قضیو د ثبت سیسټم پیاوړی کړو او هڅه کوو، قضیو ته د رسیدګۍ او اجرااتو په موخه له یاد سیسټم څخه پر وخت او قانوني ډول اغېزناکه استفاده وشي.»

د یادونې وړ ده، چې افغانستان کې د عدلي سکتور د ملاتړ پروګرام(JSSP) چې د هېواد له عدلي او قضایي بنسټونو سره همکاري کوي، د امریکا د متحده ایالاتو له خوا تمویلېږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۷ - ۱۰:۴۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دې ادارې له کارکوونکو د دیني مسائلو ازموینه واخیستله

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د دعوت او ارشاد د عمومي ریاست نصاب ازموینه واخیستله...

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۱۱:۲۶
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دې ادارې په دارالامان ودانۍ کې د ۸۰ زره لیټره تیلو په وړتیا د تیلو ټانک ګټې اخیستنې ته وسپاره

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دې ادارې په دارالامان ودانۍ کې د تیلو یو ټانک ګټې اخیستنې ته وسپاره چې ورسره د دې ادارې یوه اړتیا په معیاري او بنسټيزه توګه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۱۴:۵۰
Background image

افغانستان ته د بې کیفیته نفتي موادو او تیلو پر وارداتو بندیز ولګېد

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست سرپرست او هېواد ته د بې کیفته تیلو له واردولو د مخنیوي کمېټې رییس محترم الحاج مولوي شمس‌الدین شریعتي یوي خبري ناستې ته ویلي چې هېواد ته د. . .

BACK TO NEWS