د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالۍ رهبرۍ د ډاډګیرنې پیغام

ago_admin
دوشنبه ۱۳۹۸/۸/۲۰ - ۱۰:۱۵
خوست

بِسْمِ اللّٰهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ

وَ بَشِّرِ الصَّابِرينَ أَلَّذينَ إِذا أَصابَتْهُمْ مُصيبَةٌ قالُوا إِنَّا لِلَّهِ وَ إِنَّا إِلَيْهِ راجِعُونَ

په ډېره خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ، چې د ۱۳۹۸/۸/۲۰ د یکشنبې شپه، د خوست ولایت د علي شېر ولسوالۍ د ابتدایه څارنوالۍ امریت څارنوال ښاغلی وطنیار او ورسره څلور پولیس د دندې د اجرا پر مهال د دولت د وسله والو مخالفینو له خوا په شهادت رسېدلي دي.

د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د لویې څارنوالۍ رهبري، د دغه دردوونکې او غموونکې پېښې په اړه د شهیدانو کورنیو، خپلوانو او د هېواد شریفو او متدینو خلکو ته د تسلیت مراتب وړاندې کوي. خدای بښلو ته د لوی خدای له دربار څخه د مغفرت او کورنیو او دوستانو ته یې د جمیل صبر غوښتنه کوي.

د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت لویه څارنوالي یو ځل بیا ټينګار کوي، چې دا ډول ظالمانه کړنې د عدالت د تأمین او د قانون د حاکمیت په برخه کې د دغې ادارې په پرېکنده اراده کې آن یو وړوکۍ خنډ هم نشي جوړولای. د لویې څارنوالۍ کارکوونکي، په هر ډول شرایطو کې په ټینګ عزم او هوډ سره د افغانستان د عزتمنو او شریفو خلکو خدمت ته چمتو دي.

د لویې څارنوالۍ رهبرۍ، د ورته انسانیت او شریعت خلافه حملو د غندنې تر څنګ، د یادې پېښې د جدي او قانوني څېړنې په موخه پلاوی ټاکلی، څو د یادې قضیې عاملین وپېژني او د قانون منګولو ته یې وسپاري.

په درناوي

د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د لویې څارنوالۍ رهبري

۱۳۹۸ کال د لړم ۲۰، کابل- افغانستان

 

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۰:۳۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د ۱۴۰ مسلکي او اداري بستونو د ګمارنې ازموینه واخیسته

د افغانستان اسلامي امارت د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د ۱۴۰ اداري او مسلکي بستونو د استخدام په موخه چې له دې ډلې ۴۰ بستونه د تېر کال پاتې وو او پاتې نور یې د دغې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۴:۳۹
Background image

له ۸۱ ګډونوالو د نظارتي ستاژ درېیم پړاو ازموینه واخیستل شوه

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د مسلکي زده‌کړو ریاست د دغې ادارې له ۸۱ داوطلبو کارکوونکو څخه د نظارتي ستاژ درېیم پړاو ازموینه واخیسته...

BACK TO NEWS