پنځه کسان له واک څخه د ناوړه ګټې اخېستنې او تزویر په تور محاکمه شول

ago_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۹/۱۲ - ۱۰:۴
jalasa adli qasauee

د اداري فساد له لویو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضایي مرکز، د خوست پخوانۍ والي حکم خان حبیبي د ملاجان زوی، د خوست ښاروال عبدالبصیر محمدزی د عبدالوکیل زوی، د یادې ښاروالۍ مالي او اداري امر عصمت الله د محمد نواز زوی او د خوست د شهیدانو دروازې مامورین محمد الف د رحمن او فرید الله د وزیر خان زوی، د ۱۳۹۸ کال د لیندۍ پر ۱۱ له واک څخه د ناوړه ګټې اخېستنې او تزویر په تور محاکمه کړل.

د یادې قضیې دوو عاملینو چې د بار وړونکو موټرو د ښاري خدمتونو د محصول ناچلې پارچې به یې صادرولې، د کشفي بنسټونو له خوا د ۱۳۹۶ کال د لړم پر څلورمه په باالفعل ډول نیول شوي او د څېړنو په موخه څارنوالۍ ته ورپېژندل شوي دي.

د قضیې د مؤظف څارنوال د صورت دعوې پر بنسټ، یادو کسانو به د بار وړونکو موټرو چلوونکو ته د ۵۰۰۰ افغانیو په بدل کې د محصول پارچې صادرولې او په اصلي کنده کې به یې ۵۰۰ افغانۍ رسولې. دغه مامورین وایي چې دا ناقانونه کار یې د یو لړ مجبوریتونو له مخې ترسره کاوه. د دوی د خبرو پر بنسټ، هره میاشت به یې ۷۰ زره افغانۍ د خوست د والي او ښاروال پر مستقیم هدایت سره د یاد ولایت د میلمستون د لګښتونو لپاره د ښاروالۍ مالي او اداري امر ته سپارلې.

د قضیې مؤظف څارنوال، د څېړنو تر بشپړاوي، د صورت دعوې له ترتیب او له واک څخه د ناوړه ګټې اخېستنې او تزویر تور د سپیناوي لپاره د اسنادو او شواهدو تر راوړنې وروسته د قضایي ناستې له پلاوي غوښتې، چې دوی ته د جزا کود د ۱۷ مادې په پام کې نیولو او د ښاري خدمتونو د محصول قانون د ۱۱ مادې په رعایتونې سره د جزا قانون د ۳۱۳، ۲۸۵، ۱۵۸، ۳۸ او ۳۹ مادې له مخې جزا ورکړي.

د دغې قضایي ناستې پلاوي، محمد الف په ۲۸ مواردو کې له واکه د ناوړه ګټې اخېستنې او په ۲۹ مواردو کې د تزوير په تور، د جزا کود د ۱۷ او ۵۷ او د جزا قانون د ۳۱۳، ۲۸۵، ۱۸۵، ۱۵۶ او ۱۴۱ مادې له مخې، پر ۱۴ کالو او شپږو میاشتو تنفیذي بند او عصمت الله یې په ۲۵ مواردو کې د تزویر او په ۲۵ کې له واکه د ناوړه ګټې اخېستنې په تور، د جزا کود د ۱۷ او ۵۷ مادې او د جزا قانون د ۲۸۵، ۱۵۸، ۱۵۶ او ۱۴۵ مادې له مخې پر ۱۲ کالو او شپږو میاشتو تنفیذي بند محکوم کړ.

همداراز دغې قضیه کې فریدالله له واکه د ناوړه ګټې اخېستنې او تزویر په ۱۱- ۱۱ مواردو کې د لاس لرلو په تور د جزا کود د ۱۷ او ۵۷ مادې او د جزا قانون د ۳۱۳، ۲۸۵، ۱۵۸ او ۱۴۱ مادې له مخې پر پنځو کالو او شپږو میاشتو تنفیذي بند او عبدالبصیر هم له واکه د ناوړه ګټې اخېستنې په تور د جزا کود د ۱۷ مادې په رعایتونې سره د جزا قانون د ۲۸۵ مادې له مخې پر ۱۱ میاشتو تنفیذي بند محکوم شو.

یادې قضایي ناستې، له واکه د ناوړه ګټې اخېستنې او تزویر تور د سپیناوي لپاره د مناسبو دلیلونو د نشتون له امله، حکم خان د جزایي اجرااتو قانون او جزا کود د پنځمو مادو له مخې بري الذمه وګاڼه.  

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۲:۲۱
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو «د دعوت او ارشاد نصاب د معاملاتو» د تدریس شوې برخې ازموینه واخیسته

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت د لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست نن شنبه د رمضان المبارک میاشتې پر ۱۸ (د کب ۱۶) د دغې ادارې له کارکوونکو څخه «د دعوت او ارشاد نصاب د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۷ - ۱۰:۴۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دې ادارې له کارکوونکو د دیني مسائلو ازموینه واخیستله

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د دعوت او ارشاد د عمومي ریاست نصاب ازموینه واخیستله...

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۱۱:۲۶
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دې ادارې په دارالامان ودانۍ کې د ۸۰ زره لیټره تیلو په وړتیا د تیلو ټانک ګټې اخیستنې ته وسپاره

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دې ادارې په دارالامان ودانۍ کې د تیلو یو ټانک ګټې اخیستنې ته وسپاره چې ورسره د دې ادارې یوه اړتیا په معیاري او بنسټيزه توګه. . .

BACK TO NEWS