د اداري فساد د مخنیوي لپاره یوې همغږې ټولنې او عمومي خوځښت ته اړتیا ده

ago_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۹/۱۲ - ۲۲:۱
مبارزه با فساد اداری

دا څرګندونې له اداري فساد سره د مبارزې برخه کې د لوی څارنوال مرستیال خواجه عبدالحق احمدي، د یو پروګرام په ترڅ کې وکړي.

دا پروګرام د ۱۳۹۸ کال د لیندۍ پر ۱۲ «له اداري فساد سره مبارزه» په نوم د لویې څارنوالۍ او له اداري فساد سره د مبارزې د ځانګړي سکرتریت په همکارۍ د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژی وزارت له خوا، د یاد وزارت د معلوماتي تکنالوژۍ انستیتوت کې ترسره شو.

په دغه پروګرام کې د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت سرپرست محمد فهیم هاشمي، د اداري فساد له لویو جرمونو سره د مبارزې د عدلي او قضایي مرکز رئیس سلطان صافي، له اداري فساد سره د مبارزې د ځانګړي سکرتریت رئیس یما ترابي او د لویې څارنوالۍ ځینو نورو رئیسانو ګډون کړی و.

له اداري فساد سره د مبارزې برخه کې د لوی څارنوال مرستیال خواجه عبدالحق احمدي په دغه پروګرام کې وویل، چې د اداري فساد د مخنیوي لپاره یوې همغږې ټولنې او عمومي خوځښت ته اړتیا ده. د نوموړي په باور، اداري فساد د قانون واکمنۍ د کمزورتیا سبب شوی او د یادې پدیدې شتون عامه شتمنیو ته په زیان اړونې سربېره ټولنه له هر ډول سیاسي، علمي، اقتصادي او فرهنګی پرمختګ څخه بې برخې کوي.

ښاغلي احمدي زیاته کړه: «له اداري فساد سره مبارزه د هر وګړي او دولتي کارکوونکي دنده ده او په دې برخه کې باید د ټولنې ټول وګړي په پوره زړورتیا سره خپلو مبارزو ته دوام ورکړي.» د نوموړي په خبره، د افغانستان اسلامي جمهوري دولت په څو وروستیو کلونو کې له اداري فساد سره د مبارزې په موخه نړیواله اجماع رامنځته کړې ده. د هغه له قوله، د اداري فساد له کنوانسیون سره د افغانستان یو ځای کېدل، له اداري فساد سره د مبارزې د ملي ستراتیژۍ تدوین او له اداري فساد سره د مبارزې قانون او جزا کود تنفیذېدل هغه مثبت ګامونه دي چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د اداري فساد پر وړاندې پورته کړي دي.

د ښاغلي احمدي په باور، لویه څارنوالي له ټولو جرمونو په ځانګړې ډول د اداري فساد له جرمونو سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې ولاړه ده او په دې برخه کې یې زیاتې قربانۍ ورکړې دي. د هغه په خبره، په دغې اداره کې بنسټيز اصلاحات راغلي چې له اداري فساد سره د مبارزې برخه کې د لویې څارنوالۍ د مرستیالۍ او د اداري فساد له لویو جرمونو سره د مبارزې د ځانګړې څارنوالۍ رامنځته کول یې ښې بېلګې دي.

له اداري فساد سره د مبارزې برخه کې د لوی څارنوال مرستیال د خپلو خبرو په دوام سره د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې لپاره د لویې څارنوالۍ او نورو اړونده ادارو تر منځ پر لا همغږۍ او همکارۍ ټينګار وکړ او ویې ویل، چې لویه څارنوالي د اداري فساد ټولې قضیې په جدي توګه څېړي.

له دې سره سم، د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت سرپرست محمد فهیم هاشمي وویل، چې په یاد وزارت کې د اداري فساد مخنیوي ته ژمن دی او په دې برخه کې یې عملي مبارزه هم پیل کړې ده. د هغه په خبره، له اداري فساد سره مبارزه یې یوازې په دې وزارت پورې نه ده تړلې، بلکې د حکومت په کچه د چارو د روڼوالي او الکترونیکي حکومتولۍ لپاره ټینګ هوډ لري.

ښاغلي هاشمي د خپلو خبرو په دوام سره زیاته کړه: «له اداري فساد سره د مبارزې یوه غوره لاره له تکنالوژۍ څخه ګټه اخېستنه ده، پر همدې اساس د یو روڼ او اغېزناک حکومتي سیسټم جوړنه مې له ټولو هېوادوالو سره ژمنه ده.» په ورته مهال کې له اداري فساد سره د مبارزې د ځانګړي سکرتریت رئیس یما ترابي وویل، چې له اداري فساد سره د مبارزې ځانګړی سکرتریت له ټولو ادارو سره همکاري کوي او وبه کولای شي څو د ادارو تر منځ د لا همکاریو زمینه برابره کړي.   

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۷ - ۱۰:۴۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دې ادارې له کارکوونکو د دیني مسائلو ازموینه واخیستله

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د دعوت او ارشاد د عمومي ریاست نصاب ازموینه واخیستله...

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۱۱:۲۶
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دې ادارې په دارالامان ودانۍ کې د ۸۰ زره لیټره تیلو په وړتیا د تیلو ټانک ګټې اخیستنې ته وسپاره

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دې ادارې په دارالامان ودانۍ کې د تیلو یو ټانک ګټې اخیستنې ته وسپاره چې ورسره د دې ادارې یوه اړتیا په معیاري او بنسټيزه توګه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۱۴:۵۰
Background image

افغانستان ته د بې کیفیته نفتي موادو او تیلو پر وارداتو بندیز ولګېد

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست سرپرست او هېواد ته د بې کیفته تیلو له واردولو د مخنیوي کمېټې رییس محترم الحاج مولوي شمس‌الدین شریعتي یوي خبري ناستې ته ویلي چې هېواد ته د. . .

BACK TO NEWS