لوی څارنوال: د انسان دوستۍ فرهنګ او هغې ته درناوۍ باید بنسټزه بڼه غوره کړي

ago_admin
دوشنبه ۱۳۹۸/۹/۱۸ - ۹:۲
محمد فرید حمیدی

د افغانسان اسلامي جمهوري دولت لوی څارنوال څارنپوه محمد فرید حمیدي، د معلولینو د نړیوالې ورځې د نمانځنې پروګرام کې چې د ۱۳۹۸ کال د لیندۍ پر ۱۷ د لویې څارنوالۍ دارالامان ودانۍ کې جوړ شوی و وویل، په ټولنه کې د انسان دوستۍ فرهنګ او هغې ته درناوی چې زموږ د دینې ارزښتونو یوه مهمه برخه ده، باید بنسټزه بڼه غوره کړي.

دغه پروګرام کې د هېواد لوی څارنوال، د لویې څارنوالۍ مرستیالانو او رئیسانو، دولت کې د معلولینو او شهیدانو چارو وزارت تخنیکي مرستیال، د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون کمېشنر، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمېسیون استازي او د لویې څارنوالۍ ځينو معلولو کارکوونکو ګډون کړی و.

د هېواد لوی څارنوال په دغه پروګرام کې وویل، د دغې ورځې نمانځنه یو ښه فرصت دی، څو تېرې کړنې و ارزول شي او راتلوونکي کې د چارو د ښه والي لپاره کوټلي ګامونه پورته شي. نوموړي ټينګار وکړ، چې انساني، اخلاقي او دیني ژمنو ته په کتو مکلف یو، څو ټولو هېوادوالو په ځانګړې ډول معلولینو ته لازم شرایط او امکانات برابر کړو.

اشتراک کننده ها

ښاغلي حمیدي وویل: «د دې ترڅنګ چې د معلولینو د حقونو د خوندیتوب پر وړاندې مسؤول او مکلف یو، باید دوی ته کاري امکانات او فرصتونه هم برابر کړو.»

د هغه په خبره، د معلولینو پر وړاندې د لویې څارنوالۍ د رهبرۍ لیدلوری نه یوازې دا چې له مینې او ترحم ډک دی؛ بلکې د دوی د حقونو خوندیتوب او تحقق، خپل بنسټیز مسؤولیت ګڼي.

د نوموړي په باور، دا د ټولو افغانانو حق دی څو لویه څارنوالۍ کې له هر ډول قومي، ژبني، سمتي او معلولیتي توپیر پرته خپله استازولي درک کړي او خپل ځانونه په یاده اداره کې وویني.

لوی څارنوال په دغې اداره کې د معلولینو د ګمارنې په هکله وویل: «په یاده اداره کې له ۹۱ مسلکي بنستونو څخه ۱۱ بستونه معلولینو ته ځانګړي شوي چې د دوی په ګمارنې سره به د دوی ونډه په یاده اداره کې ۱۱ سلنې ته پورته شي. پر همدې بنسټ، د قوانینو له مخې په دولتي ادارو کې د معلولینو د ګمارنې درې سلنه موږ ته کمه ده.

ښاغلي حمیدي، د معلولینو د ګمارنې اړوند د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو نوې کړنلاره د دوی د ملاتړ په برخه کې یو اغېزناک ګام وباله او ترڅنګ یې لویه څارنوالۍ کې د هغې کړنلارې د تدوین یادونه وکړه، چې له مخې به یې په یاده اداره کې معلولینو ته لازمې اسانتیاوې برابرې شي. هغه زیاته کړه، یوازې د قانون، مقررې او کړنلارې تدوین بسنه نه کوي، په کار ده چې ټولو ادارو کې د هغوی د تطبیق فرهنګ رامنځ ته شي.

د هغه په خبره، که د زړه له تله ژمنه د تطبیق فرهنګ نه وي؛ نو لوی لوی قوانین په همداسې د کاغذ پر مخ پاتې شي. ټولنه کې د قوانینو د پلي کولو په برخه کې کلکه اراده او هوډ د قوانینو د پیاوړتیا او ځواکمنۍ سبب کېږي.

په ورته مهال کې، د معلولینو او شهیدانو چارو کې د دولت وزارت تخنیکي مرستیالې اغلې جمیلې نورستانۍ، د لویې څارنوالۍ له رهبرۍ مننه وکړه، چې په یاده اداره کې یې د معلولینو ګمارنې او د ښځو ونډې زیاتوالي ته پوره پاملرنه کړې ده. هغې زیاته کړه، قانون کې د معلولینو ونډه روښانه شوې، خو لویې څارنوالۍ تر دې لا زیات معلولین په دندو ګمارلي دي. اغلې نورستانۍ د خپلو خبرو په دوام سره زیاته کړه، چې د یادې ورځې نمانځنه دوه اړخه لري. یو دا چې ټولنه کې د یوې فعاله برخې په توګه ترې یادونه کېږي او بل له دوی سره کړې ژمنې بیا تازه کېږي.

جمیله نورستانی

له بلې خوا، د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون کمېشنرې اغلې بنفشې یعقوبې، معلولینو ته د پاملرنې په برخه کې د لویې څارنوالۍ د رهبرۍ هڅې وستایلې. هغې زیاته کړه، دا یوه اړتیا ده څو د معلولینو وړتیا، پیاوړتیا او د دوی د ځواک د درک کولو په موخه د ذهنیتونو پر بدلون کار وشي.

له دې سره سم، د لویې څارنوالۍ یوې معلولې کارکوونکې راضیې میرزایي وویل، د بلې هرې ادارې په پرتله دغې اداره کې معلولینو ته د کار کولو زیاته زمینه برابره شوې ده. هغې له ټولو اداره هیله وکړه چې د لویې څارنوالۍ په شان د معلولینو پر ظرفیتونو او وړتیاوو باور وکړي او دوی ته د کار کولو زمینه برابره کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالۍ، په مرکز او ولایتونو کې لس مسلکي بستونه د معلولینو د ګمارنې لپاره هم اعلان کړي دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۱۴:۵۰
Background image

افغانستان ته د بې کیفیته نفتي موادو او تیلو پر وارداتو بندیز ولګېد

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست سرپرست او هېواد ته د بې کیفته تیلو له واردولو د مخنیوي کمېټې رییس محترم الحاج مولوي شمس‌الدین شریعتي یوي خبري ناستې ته ویلي چې هېواد ته د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۸ - ۱۴:۳۹
Background image

افغانستان ته د بې کیفیته تېلو، اوبلنو ګازو او نورو نفتي موادو له واردولو د مخنیوي لپاره د مؤظف پلاوي ناسته جوړه شوه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د سرپرست محترم مولوي شمس‌الدین شریعتي په مشرۍ ناسته د مؤظفې کمېټې د غړو په ګډون د امارتي ادارو او وزارتونو د معیننانو په حضور کې جوړه شوه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱/۳۰ - ۱۳:۳۸
Background image

له ایران څخه د افغان بندیانو د لېږد دوام؛۱۹۹ افغان بندیان د افغانستان اسلامي امارت ته وسپارل شول

له بهر څخه د افغان بندیانو د انتقال کمېټې په کوښښ چې مشري یې د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی رییس مولوي شمس الدین شریعتي کوي د نورو اړوندو ادارو له استازو سره په ګډه چې د دغې. . .

BACK TO NEWS