د ۱۳۹۸ کال په لومړیو اتو میاشتو کې د اداري فساد د قضیو په تړاو ۳۷۳ کسان بندیان شوي دي

ago_admin
دوشنبه ۱۳۹۸/۹/۱۸ - ۱۶:۳۴
ago

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالۍ، د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې برخه کې د خپلې ژمنې او مسؤولیت په درک کولو سره تل له یادې ناوړه پدیدې سره جدي او پرېکنده مبارزه کوي او د هېواد د نافذه قوانینو له مخې، فساد کړونکي تر عدلي تعقیب لاندې نیسي.

د یادې ادارې رهبري باوري ده، چې له اداري فساد سره مبارزه وخت غواړي او قضیې یې باید په جدیت او ځیرکۍ سره وڅېړل شي. له همدې امله د دغې ادارې د رهبرۍ او کارکوونکو مبارزه باید پرېکنده او په جدیت سره دوام ومومي، څو یاده پدیده د هېواد په کچه له منځه ولاړه شي.

راپورونه ښيي، چې د اداري فساد قضیو ته رسیدګي مخ په پورته روانه ده. د روان کال په لومړۍ میاشت کې د یادو قضیو محکومین یو زر او ۵۰۴ او په زمري او وږي میاشت کې یو زر او ۷۸۷ کسان و؛ خو اوس د اداري فساد د قضیو په تړاو یو زر او ۸۷۷ کسان بندیان دي.

دا کسان د اداري فساد په بېلابېلو قضیو تورن شوي، چې قضیې یي په مرکز او ولایتونو کې له څېړنو او د جرم د اثبات لپاره د اسنادو او شواهدو تر راوړنې وروسته محکومو ته استول شوې دي.

دا تورن د محکمو له خوا؛ پر بند ورکولو سربېره، په ۲۴۹ میلیونه و ۳۵۲ زره او ۶۸۰ افغانیو او ۱۰۸ زره او ۳۰۸ امریکایي ډالرو نغدي جریمه محکوم شوي دي. له دې جملې، ۱۱۳ میلونه و ۲۴۶ زره او ۳۶۵ افغانۍ او ۴۲ زره او ۳۳۹ امریکایي ډالر د دولت خزانې ته سپارل شوي دي.

هېره دې نه وي، چې له اداري فساد سره جدي مبارزه د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالۍ کاري لومړيتوب دی او هغه کسان چې په دې جرمونو محکوم دي، د جمهوري ریاست د بښنې او بند مودې کمونې له فرمانونو هم بې برخې دي. 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۱:۴۷
Background image

د معاملاتو د یوې برخې او د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه واخیستل شوه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د معاملاتو له نهمې او لسمې برخې او همداراز د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی لوی رئیس د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی ګومارل شوی لوی رئیس د افغانستان اسلامي امارت د مسوولانو له خوا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو. دا پروګرام د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

BACK TO NEWS