د خوست استیناف څارنوالۍ ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

دغه ودانۍ د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالۍ د انکشافي بودجې په مټ، چې ۳۹ میلیونه افغانۍ پرې لګښت راغلی، د څلورو پوړونو په درلودلو سره په اتلسو میاشتو کې بشپړه او د ۱۳۹۸ کال د لیندۍ په دیرشمه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د یادې ودانۍ د ګټې اخیستنې په مراسمو کې د لویې څارنوالۍ مالي او اداري چارو مرستیال وحیدالدین ارغون، د خوست والي محمد حلیم فدایي، د لویې څارنوالۍ ځینو رییسانو، د یاد ولایت امنیه قومندان، د ولایتي شورا غړو او د یاد ولایت ځینو مسوولانو ګډون کړی و.
د لویې څارنوالۍ مالي او اداري چارو مرستیال وحیدالدین ارغون په دغې غونډه کې وویل، چې دغه اداره له فساد سره د مبارزې په برخه کې جدي ده او هڅه کوي چې یاده پدیده له منځه یوسي. ښاغلي ارغون همدا راز په څارنوالۍ کې د اصلاحاتو او د خلکو شکایتونو ته په رسیدنې هم ټينګار وکړ او زیاته یې کړه:« د خوست استیناف څارنوالۍ کې د نورو اصلاحاتو په موخه به څارنوالانو او کارکوونکو ته د ورکشاپونو او روزنې زمینه برابره کړي.» د لویې څارنوالۍ مالي او اداري مرستیال د خوست له والي هم مننه وکړه، چې د یاد ولایت په ادارو کې یې وړ اصلاحات رامنځته کړي دي.
د خوست والي محمدحلیم فدایي په دغې غونډه کې له عدلي او قضایې بنسټونو سره د عدالت په ټينګښت کې د مرستې ژمنه وکړه او زیاته یې کړه: «مسوولیت پېژنده او د عدالت ټینګښت په ټولنه کې اصلاح، امنیت او پایښت راولي او ترڅنګ یې د دولت ستنې قوي کوي.» هغه همداراز د خوست استیناف څارنوالۍ لپاره د ودانۍ جوړېدل مهمه اړتیا وبلله.
له بلې خوا د یاد ولایت د ولایتي شورا غړو او د علماو شورا ريیس په دغې غونډه کې د خوست استیناف څارنوالۍ ودانۍ د عدالت د ټينګښت په موخه مهمه وبلله او د لویې څارنوالۍ له رهبرۍ یې مننه وکړه، چې یاده ودانۍ یې جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارله.
د یادونې وړ ده چې څه موده مخکې د لغمان، کاپیسا او دایکندي استیناف څارنوالیو ودانۍ هم ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.