لوګر کې د ځینو ښوونځیو پر زده کوونکو د جنسي تیري د ادعا څېړنې پلاوي ناسته وکړه

دا ناسته د تحقیق چارو کې د لوی څارنوال د مرستیال څارنپوه نورحبیب جلال په مشرۍ، د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ټولنیزو چارو د مرستیال غلام حیدر جیلاني، د تحقیق پلاوي د غړو (له نړیوالو جرمونو سره د مبارزې او داخلي تفتیش رئیسانو)، د ماشومانو د خوندیتوب د کړنلارې شبکې غړو، د ماشومانو سرغړونو ته د رسیدګۍ ریاست عمومي رئیس او د دې برخې اړونده رئیسانو، د کار او ټولنیزو چارو وزارت د اړونده څانګو مسؤولانو او د ځینو نورو ملي او نړیوالو بنسټونو د مسؤولانو په ګډون، د ۱۳۹۸ کال د مرغومي پر درېیمه د لویې څارنوالۍ د نوي ښار ودانۍ کې ترسره شوه.
د دغې ناستې موخه، په هېواد کې د ماشومانو په ځانګړې ډول د زیانمنو ماشومانو ساتنه او خوندیتوب وبلل شو.
د لوی څارنوال د تحقیق چارو مرستیال ټينګار وکړ: «څوک چې د دغې قضیې د وضاحت او حقیقت ته د یاد پلاوي د رسېدو په برخه کې له یاد پلاوي مرسته وکړي، لویه څارنوالي به یې په هراړخيزه توګه ملاتړ وکړي.» نوموړي زیاته کړه، هغه څوک چې په یاده قضیه کې لاس لري، نه به خوشی شي او نه به ورته بښنه وشي.
په دغې ناسته کې ټینګار وشو، چې ملي او نړیوال بنسټونه او د لوګر ولایت د مدني ټولنې غړي دې له یاد پلاوي سره همکاري وکړي څو دغه قضیه په دقیقه، رڼه او هر اړخیزه توګه وڅېړل شي او عاملین یې د قانون منګولو ته وسپارل شی.
د مؤظف پلاوي غړو، د حاضرو بنسټونو له استازو او له نور هغه بنسټونو چې د ماشومانو د حقونو د دفاع په برخه کې کار کوي، وغوښتل، چې په دې برخه کې د اسنادو، شواهدو او مدرکونو په لرلو سره خپلې ټولې لاسته راوړنې له یاد پلاوي سره شریکې کړي څو حقیقت ته د رسېدو په برخه کې له دغه پلاوي سره مرسته وکړي.
د لوی څاروال مرستیال زیاته کړه، چې حقیقت ته تر رسېدو پورې به د یاد پلاوي څېړنې، د قانون د احکامو په رڼا کې په جدي او پرېکنده توګه دوام وکړي او د څېړنو تر بشپړاوي وروسته به خپلې لاسته راوړنې له ټول ملت سره شریکې کړي.