د لویې څارنوالۍ د کنترول او مراقبت څارنوالۍ ریاست ۲۵ مسلکي کارکوونکي وروزل شول

ago_admin
پنجشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۱۲ - ۱۲:۲۸
کنترول و مراقبت

دا روزنیز پروګرام د لویې څارنوالۍ د مسلکي زده کړو ریاست له خوا، د کنترول او مراقبت څارنوالۍ ریاست د ۲۵ مسلکي کارکوونکو د روزنې په موخه، د ۱۳۹۸ کال د مرغومي پر ۱۱ د «جزایي اجرااتو قانون کتنه او شننه» په نوم جوړ شوی و.

د دغه روزنیز پروګرام موخه د یاد ریاست کارکوونکو ته د مسلکي اجرااتو په برخه کې حقوقي پوهاوی ورکول، قانون واکمنول او عدالت تأمینول وبلل شول.

د کنترول او مراقبت څارنوالۍ رئیس حسیب الله عالم په دغه پروګرام کې وویل، چې د قانون واکمنۍ، عدالت ټینګښت او په ټولنه کې د عادلانه نظم د رامنځته کولو لپاره، د ورته حقوقي په ځانګړې ډول د هېواد د جزایي قوانینو په برخه کې روزنیزو پروګرامونو جوړول یوه اړتیا ده. نوموړي څارنوالانو ته په اشارې سره وویل، څو په پوره پوهاوي سره پر قضیو کار وکړي او په ټولنه کې د عدالت د ټينګښت په موخه تر وسه خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

له بلې خوا د مسلکي زده کړو انستیتوت استاد حکمت الله عصمت په دغه پروګرام کې وویل، چې له قانون څخه خبراوی او مسلکي چلن د عدالت د تأمین سبب کېږي او د قانون د تطبیق او د عدالت د ټینګښت بهیر د پخوا په پرتله چټکتیا مومي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویه څارنوالي تل د خپلو کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په موخه په مرکز او ولایتونو کې ورته روزنیز پروګرامونه په کار اچوي.  

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۰:۳۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د ۱۴۰ مسلکي او اداري بستونو د ګمارنې ازموینه واخیسته

د افغانستان اسلامي امارت د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د ۱۴۰ اداري او مسلکي بستونو د استخدام په موخه چې له دې ډلې ۴۰ بستونه د تېر کال پاتې وو او پاتې نور یې د دغې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۴:۳۹
Background image

له ۸۱ ګډونوالو د نظارتي ستاژ درېیم پړاو ازموینه واخیستل شوه

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د مسلکي زده‌کړو ریاست د دغې ادارې له ۸۱ داوطلبو کارکوونکو څخه د نظارتي ستاژ درېیم پړاو ازموینه واخیسته...

BACK TO NEWS