د ښځو او ماشومانو د ځورونې د مخینوي قانون او جنډر په اړه د عامه پوهاوي پروګرام پیل شو

ago_admin
یکشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۲۲ - ۱۴:۳۱
جندر

دا روزنیز پروګرام د عسکري چارو مرستیالۍ کارکوونکو ته د ښځو او ماشومانو د ځورونې د مخینوي قانون او جنډر په اړه د عامه پوهاوي ورکولو موخه، افغانستان کې د عدلي سکتور د ملاتړ پروګرام(JSSP) په همکارۍ د لویې څارنوالۍ د ښځو د ملاتړ ریاست له خوا، د ۱۳۹۸ کال د مرغومي پر ۲۲ د لویې څارنوالۍ د مسلکي زده کړو انستیتوت په تالار کې جوړ شو.

په دغه روزنیز پروګرام کې چې درې ورځې په دوام وکړي، د عسکري چارو مرستیالۍ د اداري او مسلکي برخې ۴۰ کارکوونکو ته په حقوقي او اداري برخه کې روزنه ورکول کېږي.

د لویې څارنوالۍ د ښځو ملاتړ ریاست رئیسې لیدا حیدري، د ښځو او ماشومانو د ځورونې د مخنیوي قانون، جنډر، د ښځو او ماشومانو د ځورونې پر وړاندې د مبارزې کمېټې د دندو او واکونو او جنډر ته د ځواب ویوونکې بویجې جوړونې په اړه عامه پوهاوی ورکول د یاد پروګرام موخه وبلله.

د آغلې حیدري په خبره، جنسیتي مسایل، د جنډر پالیسۍ تطبیق او په لویه څارنوالۍ کې یې رول او اړتیا هغه مهم موارد دي، چې په دغه روزنیز پروګرام کې به پرې رڼا واچول شي.

هغې زیاته کړه، تمه ده ورته پروګرامونه د لویې څارنوالۍ په نورو برخو کې هم جوړ شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۱:۴۷
Background image

د معاملاتو د یوې برخې او د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه واخیستل شوه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د معاملاتو له نهمې او لسمې برخې او همداراز د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی لوی رئیس د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی ګومارل شوی لوی رئیس د افغانستان اسلامي امارت د مسوولانو له خوا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو. دا پروګرام د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

BACK TO NEWS