د عدلي او قضایي مرکز ابتدایي محکمې د فراه ولایت د عامه ګټو رئیس بري الذمه وباله

د اداري فساد له لویو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضایي مرکز، د ۱۳۹۸ کال د مرغومي پر ۲۲ د فراه ولایت د عامه ګټو رئیس محب الله د ګل محمد زوی د اختلاس په تور محاکمه کړ.
د ناستې قضایي پلاوي، نوموړی د جزایي اجرااتو قانون د پنځمې،۲۳۵ او ۱۹ مادې څلورمې فقرې او د جزا کود د پنځمې مادې له مخې بري الذمه وباله.