د لویې څارنوالۍ او د افغانستان مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې(اترا) تر منځ هوکړهلیک لاسلیک شو
دغه هوکړه لیک د ۱۳۹۸ کال د مرغومي پر ۲۹ د مالي او اداري مرستیالۍ د غونډو تالار کې، چې موخه یې په مرکز او ولایتونو کې په نوې تکنالوژۍ سره د لویې څارنوالۍ د ټولو دفترونو سمبالول بلل شوي، لاسلیک شو.
د یاد هوکړهلیک د لاسلیکولو غونډه کې د لویې څارنوالۍ د مالي او اداري چارو مرستیال وحیدالدین ارغون، د یادې ادارې د نظامي چارو مرستیال عبدالفتاح عزیزي، د افغانستان مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې(اترا) مالي او اداري مرستیال سیدبلال هاشمي، د لويې څارنوالۍ ځینو رئیسانو او د اترا ادارې یو شمېر مسؤولانو ګډون کړی و.

د دغه هوکړهلیک پر بنسټ، د اترا اداره مکلفه ده، چې د معلوماتي تکنالوژۍ پراختیایي او مخابراتي پروګرامونه پیاده او ترڅنګ یې د پراختیايي پروژو لګښت و ارزوي او له څرنګوالي يې څارنه وکړي. همداراز د لویې څارنوالۍ کارکوونکو ته د سایبري قضیو او نورو تخنیکي برخو اړوند د روزنیزو پروګرامونو جوړول هم د دغه هوکړهلیک پر بنسټ د اترا ادارې مسوولیت ګڼل شوی دی.
په دغه هوکړهلیک کې راغلي، چې لویه څارنوالي دې د معلوماتي تکنالوژۍ او مخابراتو د پراختیایي پروژو د تطبیق لپاره مناسب ځای رامنځته او د پروژو د تطبیق څخه دې په ښه توګه څارنه وکړي. همدارنګه د پروژو د تدارکاتي بهیر د پړاوونو او کارونو د پرمختګ او د صورت حساب د تصدیق په موخه دې اترا ادارې ته راپور ورکړي.
په مالي او اداري چارو کې د لویې څارنوالۍ مرستیال وحیدالدین ارغون په دغه غونډه کې وویل، لویه څارنوالي د ښو عدلي خدماتو وړاندې کولو، د عدالت ټینګښت او د قانون واکمنۍ پراختیا ته ژمنه ده. ښاغلي ارغون په الکترونیکي حکومتولۍ ټینګار وکړ او زیاته یې کړه:«الکترونیکي حکومتولي له فساد سره د مبارزې، د چارو د روڼوالي او د ښو عدلي خدماتو د وړاندې کولو لپاره اغېزناکه لاره بلل کېږي.»
د ښاغلي ارغون په خبره، مرکز او ولایتي استیناف څارنوالیو کې د انټرنېټ اسانتیاوې، په ټولو څانګو کې د(CISCO) ټیلفونو نصبول، د الکترونيکي حاضرۍ فعالول، په اتو زونونو او دیارلسو ولایتونو کې د ویډیو کنفرانس شبکې جوړول هغه موارد دي، چې دغې ادارې د الکترونیکي حکومتولۍ د پیاوړتیا په موخه تېرو څو کلونو کې ترسره کړي دي. هغه زیاته کړه، د دغه هوکړهلیک په عمليکولو سره به د دغې ادارې امکانات او تجهیزات لا پیاوړي او ټولو افغانانو ته به په یو ډول عدلي خدمات وړاندې شي.
له بلې خوا د افغانستان مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې(اترا) مالي او اداري مرستیال سیدبلال هاشمي، په دغې غونډه کې وویل، دغه اداره مسوولیت لري، څو ټولو افغانانو ته په ښه توګه مخابراتي خدمتونه وړاندې کړي. د ښاغلي هاشمي په خبره، دغه اداره هڅه کوي، چې ټولو هېوادوالو ته باکیفیته مخابراتي خدمتونو وړاندې او د مخابراتي سکتور د پراختیا په موخه مخابراتي او انترنیټي خدماتو ته د دوی لاسرسی زیات کړي.
ښاغلي هاشمي د خپلو خبرو په دوام سره زیاته کړه:«اترا ادارې، تیر کال د مخابراتي زیربنا د پراختیا په موخه له ټولو دولتي ادارو سره دوه اعشاریه اووه میلیارده افغانۍ مرسته کړې او روان کال یې دې برخه کې یو اعشاریه نهه میلیارده افغانۍ په پام کې نیولې دي.»
د یادونې وړ ده، چې دغه هوکړهلیک سل میلیونه افغانۍ ارزښت لري او د درېیو کلونو لپاره د اعتبار وړ دی.
