د ارزګان د استیناف څارنوالۍ ریاست ودانۍ د جوړېدو چارې پېل شوې

ago_admin
پنجشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۱۰ - ۱۲:۱۹
arozgan

دغه ودانۍ چې تمه ده په درییو پوړونو کې د لویې څارنوالۍ د پراختیایي بودیجې په مټ جوړه شي، د ۱۳۹۸ کال د سلواغي پر نهمه یې د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

په دغو مراسمو کې د لویې څارنوالۍ مالي او اداري چارو مرستیال وحیدالدین ارغون، د ارزګان والي محمدشفیق اسدالله سعید، په ولسي جرګه کې د دغه ولایت استازې ګلالۍ محمدي، د لویې څارنوالۍ د خدماتو رییس محمدآصف فیاض، د یاد ولایت امنیتي مسؤولانو، د ولایتي شورا ځینو غړو او قومي مشرانو ګډون کړې و.

د لویې څارنوالۍ مالي او اداري چارو مرستیال وحیدالدین ارغون، په دغه غونډه کې د ولایتي ادارو تر منځ پر همغږۍ ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې د دغه ولایت د ولایتي ادارې او عدلي او قضایي ارګانونو تر منځ د کارونو د پر مخ بیولو په موخه ښه همغږي وجود لري. هغه د خپلو خبرو په دوام سره زیاته کړه:« د اصلاحاتو راوستل او له اداري فساد سره مبارزه د یادې ادارې بسټیزه موخه ده.» د نوموړي په خبره، د کارکوونکو ظرفیت لوړونه د لویې څارنوالۍ کاري لومړیتوب دی او دا اداره هڅه کوي، د قانون واکمنۍ او د عدالت تأمینولو په موخه، د روزنیزو پروګرامونو په جوړولو سره د دغې ادارې د کارکوونکو او څارنوالانو ظرفیت لوړ کړي.

ښاغلي ارغون زیاته کړه، چې دغې ادارې په ۱۳۹۸ مالي کال کې د لغمان، کاپیسا، خوست او دایکندي استیناف څارنوالیو ودانۍ ګټې اخیستنې سپارلي او د ځینو نورو ولایتونو د استیناف څارنوالیو لپاره یې د ودانې جوړېدو چارې پېل کړې دي. هغه د خپلو خبرو په دوام سره وویل، چې د ارزګان استیناف څارنوالۍ اداري ودانۍ به په درییو پوړونو کې د ۱۷ اداري خونو په درلودو سره جوړه او په بشپړیدو به یې د یاد ولایت د استیناف څارنوالۍ ریاست د ځای ستونزه هواره شي.

همداراز د ارزګان والي محمدشفیق اسدالله سعید، د دغه ولایت استیناف څارنوالۍ ریاست له کړنو خوښي وښوده او زیاته یې کړه، چې یاد ریاست د عدالت د تأمینولو په برخه کې د پام وړ لاسته راوړنې لري.

له بلې خوا د لویې څارنوالۍ مالي او اداري چارو مرستیال په مشرۍ پلاوي، قندهار ولایت ته هم لاړ او هلته یې د یاد ولایت له مرستیال والي سره د هغه په کاري دفتر کې ولیدل. ښاغلي ارغون له مرستیال والي سره په لیدنه کې د خپل سفر موخه په یاد ولایت کې د استیناف څارنوالیو د کړنو ارزونه وبلله.

qandahar

ښاغلي ارغون په دغې لیدنه کې ډاډ ورکړ، چې د قندهار د استیناف څارنوالیو د اداري ودانۍ تر څنګ به د یاد ولایت د درییو ولسوالیو ابتداییه څارنوالیو د تعمیرونه جوړېدو ته هم په نږدې راتلونکي کې بودیجه ځانګړې کړي.

د قندهار مرستیال والي عبدالحنان منیب، په دغې لیدنه کې یاد پلاوي ته د همکارۍ ډاډ وکړ او د ستونزو د هوارۍ په موخه یې له راغلي پلاوي غوښتنه وکړه، چې د یاد ولایت استنیاف څارنوالیو اداري ودانیو جوړېدو لپاره د بودیجې په برخه کې همکاري وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۱۴:۵۰
Background image

افغانستان ته د بې کیفیته نفتي موادو او تیلو پر وارداتو بندیز ولګېد

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست سرپرست او هېواد ته د بې کیفته تیلو له واردولو د مخنیوي کمېټې رییس محترم الحاج مولوي شمس‌الدین شریعتي یوي خبري ناستې ته ویلي چې هېواد ته د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۸ - ۱۴:۳۹
Background image

افغانستان ته د بې کیفیته تېلو، اوبلنو ګازو او نورو نفتي موادو له واردولو د مخنیوي لپاره د مؤظف پلاوي ناسته جوړه شوه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د سرپرست محترم مولوي شمس‌الدین شریعتي په مشرۍ ناسته د مؤظفې کمېټې د غړو په ګډون د امارتي ادارو او وزارتونو د معیننانو په حضور کې جوړه شوه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱/۳۰ - ۱۳:۳۸
Background image

له ایران څخه د افغان بندیانو د لېږد دوام؛۱۹۹ افغان بندیان د افغانستان اسلامي امارت ته وسپارل شول

له بهر څخه د افغان بندیانو د انتقال کمېټې په کوښښ چې مشري یې د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی رییس مولوي شمس الدین شریعتي کوي د نورو اړوندو ادارو له استازو سره په ګډه چې د دغې. . .

BACK TO NEWS