د محمداغې ولسوال پر لس کاله او شپږو میاشتو بند محکوم شو            

ago_admin
دوشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۲۱ - ۱۳:۱۹
غدلی و قضایی

د اداري فساد له لویو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضايی مرکز استیناف محکمې، د ۱۳۹۸ کال د سلواغې پر ۲۱ د لوګر ولایت د محمداغې ولسوال نورمحمد د طلامحمد زوی، د ۱۸ میلونه افغانیو رشوت اخېستنې په تور محاکمه کړ.

د مؤظف څارنوال د صورت دعوې پر بنسټ، د محمداغې ولسوال د یو زر او ۸۰۰ جریبه ځمکې پر سر د محمداغې ولسوالۍ له اوسېدونکي دولت خان د حسین خان له زوی څخه چې د دغې ځکمې وارث بلل کېږي، د هر جریب په بدل کې د لس زره افغانو رشوت چې ټولې ۱۸ میلونه افغانۍ کېږي، غوښتنه کړې ده.

د قضیې مؤظف څارنوال، د څېړنو تر بشپړاوي، د صورت دعوې له ترتیب او د یاد تور د سپیناوي لپاره د اسنادو، شواهدو او مدارکو تر راوړنې وروسته د قضايي ناستې له پلاوي غوښتي، چې یاد تورن ته د جزا کود د ۳۷۰ ، ۳۸۵ او ۳۷۵ مادې د دویمو فقرو او ۳۷۱ مادې شپږمې فقرې له مخې سزا ورکړي.

د اداري فساد له لویو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز د ابتدايي محکمې قضايي پلاوي، د مؤظف څارنوال د صورت دعوې او د ۱۸ میلونه افغانیو رشوت اخېستنې په تور د محمد اغې د ولسوال د دفاعیې په پام کې نیولو سره نوموړی د جزا کود د ۳۸۵ مادې لومړۍ فقرې، ۳۷۵ مادې دویمې فقرې او ۳۷۱ مادې لومړۍ فقرې د شپږم بند له مخې، پر لس کاله تنفیذي بند، د رشوت برابر په ۱۸ میلیونه نغدي سزا او د دندې پر انفصال محکوم کړ.

د یادونې وړ ده، چې نوموړی د ادارې فساد له لویو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ابتدایه محکمې له خوا هم پر لس کاله تنفیذي بند، د رشوت برابر پر ۱۸ میلیونه نغدي جزا او د دندې پر انفصال محکوم شوی و.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۷ - ۱۰:۴۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دې ادارې له کارکوونکو د دیني مسائلو ازموینه واخیستله

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د دعوت او ارشاد د عمومي ریاست نصاب ازموینه واخیستله...

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۱۱:۲۶
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دې ادارې په دارالامان ودانۍ کې د ۸۰ زره لیټره تیلو په وړتیا د تیلو ټانک ګټې اخیستنې ته وسپاره

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دې ادارې په دارالامان ودانۍ کې د تیلو یو ټانک ګټې اخیستنې ته وسپاره چې ورسره د دې ادارې یوه اړتیا په معیاري او بنسټيزه توګه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۱۴:۵۰
Background image

افغانستان ته د بې کیفیته نفتي موادو او تیلو پر وارداتو بندیز ولګېد

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست سرپرست او هېواد ته د بې کیفته تیلو له واردولو د مخنیوي کمېټې رییس محترم الحاج مولوي شمس‌الدین شریعتي یوي خبري ناستې ته ویلي چې هېواد ته د. . .

BACK TO NEWS