د لویې څارنوالۍ کارکوونکو د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو ته ۶۳ زره سي سي وینه اهدا کړه

ago_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۱۲/۱۳ - ۱۵:۱۹
اهدای خون

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د لویې څارنوالۍ کارکوونکو «د وطن سرتېریه! ستا وینه زموږ عزت ده» په شعار د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ ملي ورځې په مناسبت، د ۱۳۹۸ لمریز کال د کب پر دیارلسمه، ۶۳ زره سي سي وینه ورکړه.

د وینې د اهدا دا مراسم د لویې څارنوالۍ د دارالامان ودانۍ په روغتیايي کلینیک کې ترسره شول او د هېواد لوی څارنوال څارنپوه محمدفرید حمیدي، د دغې ادارې مرستیالانو، رئیسانو او کارکوونکو پکې ګډون کړی و.

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لوی څارنوال څارنپوه محمدفرید حمیدي په دغه غونډه کې وویل، دا یو ښه اقدام دی، چې خپله وینه د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو د سرښندو او عظمت په موخه، چې د هېواد له ګوټ ګوټ څخه ساتنه کوي، ډالۍ کړو. ښاغلي حمیدي زیاته کړه: «اوسمهال ټول افغانان په دې باوري دي، چې د ښارونو، ولسوالیو او کورنیو عزت د سرتېریو په سرښندنو پورې تړلی دی.»

اهدای خون

د هېواد لوی څارنوال د خپلو خبرو په دوام سره د عدلي او قضایي بنسټونو رول د سولې او امنیت په برخه کې بنسټي وباله او زیاته یې کړه، چې د عدالت او د قانون له ټینګښته پرته سوله ناشونې ده. نوموړي زیاته کړه، چې د عدالت او د قانون ټینګښت چې د عدلي او قضایي بنسټونو له خوا پلی کېږي، د هېواد د دفاعي او امنیتي ځواکونو د سرښندنو پایله ده.

ښاغلي حمیدي همداراز وویل: «خلکو ته ډاډ ورکوو، چې هم د جګړې او هم د سولې پر مهال د افغانانو د عزت او کرامت او د افغانستان د دفاع په موخه سره یو لاس یو.» هغه زیاته کړه، چې عدلي او قضايي بنسټونه د خلکو د حقونو د خوندیتابه لپاره تیار دي او چا ته به اجازه ورنه کړي، چې تر پښو لاندې یې کړي.

اهدای خون

د یادونې وړ ده، چې د ولایتونو د استیناف څارنوالیو کارکوونکو هم له دغې ورځې سره هممهاله  د هېواد دفاعي او امنیتي ځواکونو د ملاتړ په موخه خپله وینه اهدا کړې ده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۱:۴۷
Background image

د معاملاتو د یوې برخې او د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه واخیستل شوه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د معاملاتو له نهمې او لسمې برخې او همداراز د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی لوی رئیس د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی ګومارل شوی لوی رئیس د افغانستان اسلامي امارت د مسوولانو له خوا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو. دا پروګرام د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

BACK TO NEWS